اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دياپوزېشن دې د عدليې او پوځ په ضد كمپائن چلول كړي٬د نواز شريف او مريم نواز مقدمې چې مخ په وړاندې ځي نو كوم ليك يا وېډيو رامخې ته كېږي خو رسيدونه نه راځي ٬ كومو ته چې ټول قام په طمعه دے٬عدالتونو هغوي له څو موقعې وركړي٬كه ثبوت ؤ نو وړاندې كړے به يې ؤ ٬د نواز شريف او آصف علي زرداري د كرپشن بچي بچي ته پته ده۔د پاكستان په آئين كښې دواړو ادارو ته تحفظ ترلاسه دے٬د اي وي اېم او سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په اړه قانون جوړ شوے ٬اليكشن كمېشن دې د اي وي اېم د لارې د سپيځلو ټاكنو لپاره ذمه واري تر سره كړي٬د آئي اېم اېف پروګرام منظور شوے ٬د پاكستان معيشت استحكام موندے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل كله چې هم د نواز شريف يا مريم نواز مقدمې عدالتونو كښې مخ په وړاندې ځي نو كوم ليك يا وېډيو رامخې ته كېږي خو رسيدونه نه راځي٬ كومو ته چې ټول قام په طمعه دے۔ده ووئيل پانامه سكينډل كښې د نړۍ د بدترينه حكمرانانو نامې راغلي٬د نواز شريف نامه هم په هغې كښې شامله وه٬شريفې كورنۍ د لندن ايپارټمنټس په حقله غلط بيانۍ څخه كار اخستے ۔په لندن كښې د هغوي څلور اپارټمنټس دي٬مريم نواز هغه وخت وئېلي وو چې زما په لندن كښې څه په پاكستان كښې هم جائيداد نشته٬ هغې جعلي دستاويزات وړاندې كړي۔وفاقي وزير ووئيل د نېب آرډيننس سېكشن 9 كښې ليكلې دي چې كه چا خپل جائيداد ثابت نه كړو نو دا كرپټ پريكټس دے۔ده ووئيل د نواز شريف او آصف علي زرداري د كرپشن بچي بچي ته معلومه ده٬ اي وي اېم او سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو په اړه قانون جوړ شوے ٬اليكشن كمېشن دې د اي وي اېم د لارې د سپيځلو ټاكنو لپاره ذمه واري تر سره كړي۔