حکومت د كركيلې څانګې ته د ودې وركولو عزم لري٬ كروندګرو سره په زرعي منصوبه بندۍ كښې مرسته كول ، معياري تخم، عصري زرعي مشينري او آسانې قرضې وركول په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم عمران خان غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت د كركيلې څانګې ته د ودې وركولو عزم لري٬ كروندګرو سره په زرعي منصوبه بندۍ كښې مرسته كول ، معياري تخم، عصري زرعي مشينري او آسانې قرضې وركول په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په هېواد كښې د زرعي څانګې پرمختګ لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د فوډ سېكيورټي وفاقي وزير سيد فخر امام، د خزانې سلاحكار شوکت فياض ترين، د پنجاب د زراعت صوبائي وزير سيد حسېن جهانياں ګردېزي او اړوند چارواكو ګډون وكړو٬ غونډه كښې د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د كركيلې څانګې له بشپړه استعداد څخه د ګټې پورته كولو عزم لري٬ كروندګرو سره په زرعي منصوبه بندۍ كښې مرسته ، معياري تخم، نوې زرعي مشينري او آسانې قرضې وركول په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل حکومت د كروندګرو مرستې سره په راتلونكو كلونو كښې د غلې پېداوار لا سوا كولو له ستړې كوي۔ د غونډې په مهال وزيراعظم په ګوجرانواله او اوکاړه ضلعو كښې د زرعي څانګې پرمختګ لپاره د بېنكنګ سېكټر د پرمختيائي مالياتي پروګرام ستائنه وكړه۔ په غونده كښې وزيراعظم ته ووئيل شول چې په جي ډي پي كښې 19 فيصده برخې سره زرعي څانګه په لويه كچه مېنوفيکچرنګ (اېل اېس اېم) يونټس لپاره خام مال وركوي، په مجموعي توګه په قامي معيشت كښې زراعت تقريباً 60-65 فيصده برخه لري۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر وكړو چې ھغوي دې د كروندګرو بنيادي مصاريف كمولو او د دوي د فصل پېداواري صلاحيت زياتولو كښې مرسته كولو ته پام وګرځوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں