پناه ګاه كښې خواري كښو٬ مسافرو او سېلګرو ته معياري استوګنه او خوراك وركړے كېږي٬ په دريو مياشتو كښې 15 لكه كسان “څوك وږې اوده نشي” پروګرام څخه مستفيد شوي۔ احساس پناه ګاه لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن “اے پي پي” سره مركه

image

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) احساس پناه ګاه لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن نسيم الرحمن وئيلي دي پناه ګاه كښې خوراي كښو٬ مسافرو او سېلګرو ته معياري استوګنه او خوراك وركړے كېږي٬ دا پروګرام بې وزله او لاندې طبقو لپاره پېل شوے٬ په تېرو دريو مياشتو كښې 15 لكه كسان “څوك وږې اوده نشي” پروګرام څخه مستفيد شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده قامي خبر رسنې ادارې “اے پي پي” سره خپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل احساس پناه ګاه پروګرام په دسمبر كال 2018 كښې په يخنۍ كښې پېل شوے ٶ٬ په اسلام آباد كښې سخته يخني وي، وزيراعظم وئيلي وو كوم كسان چې د سخت ژمي سره مخ كېږي دې كسانو لپاره څه پروګرام پكار دے ځكه جې دوي د اوده كېدو ځاے نه لري٬ د وزيراعظم وژن دے چې دا پروګرام بې وزله او لاندې طبقو لپاره دے، وزيراعظم بيا بيا وئيلي دي دا يو خېراتي كار نه دے٬ د غربت خاتمه٬ په بې وسه كسانو ډوډۍ خوړل او دوي ته شېلټر وركول د دوي بنيادي حق دے٬ دا په حقوق العباد كښې شامل دي٬ھغه وائي په داسې رياست كښې چې په كښې د بې وزلو خيال ونه ساتلے شي ھغه فلاحي رياست نه وي۔ ده ووئيل پناه ګاه دې لپاره جوړې شوي چې بې وسه او مستحقو كسانو ته د سر پټولو ځاے په لاس ورشي٬ په پېل كښې په عارضي توګه دا پروګرام شروع كړے شوے ٶ٬ په سبزي منډۍ او نورو ځايونو كښې په عارضي توګه په ودانيو كښې دا كار پېل شوے ٶ۔ دا يو جامد پروګرام نه دے بلكې فعاله پروګرام دے ٬ دا مهال ګرد هېواد كښې درې ډول پروګرامونه روان دي٬ د يو فېډرېشن په كچه كوم چې لارښودنې او ډيمنسټرېشن لپاره دي ۔ ده ووئيل د اسلام آباد د پناه ځايونو ته خاص پام لرنه كېږي ٬ په يوه پناه ګاه كښې به د سل كسانو د پاتې كېدو او د پنځه سوه كسانو د خوراك انتظام كولې شي٬ شپږ واش رومز او او د شپږو نه تر لس هېنډ واشنګ بوتهز به لګولې شي، کرسۍ مېزونه لګولې شوي، داسې پنځه د پناه ځايونه په اسلام آباد كښې جوړ دي٬ په صوبائي كچه سوشل ويلفئير ډيپارټمنټ د پناه ځايونه چلوي٬ د دې نه علاوه په اسلام آباد كښې 23 پناه ګاه بېت المال چلوي، د چا د عملې تنخاګانې او د 96 نه تر 97 فيصده خوراك چې هم بېت المال وركوي، ده ووئېل په صوبائي كچه په پنجاب كښې 70 د پناه ځايونه فعاله دي، په خېبر پښتونخوا كښې 40 د پناه ځايونه جزوړ شوي٬ سندھ كښې پنځه ٬ بلوچستان كښې پنځه ٬ ګلګت بلتستان كښې يو او په سكردو او آزاد كشمير كښې به ډېر زر د پناه ځايونه جوړ شي۔ ده ووئيل دا په تندۍ سره خپرېدونكے پروګرام دے٬ د صوبو رسپانس ډېر ښه دے٬ عامو وګړو د دې پروګرام ستائنه كړې ٬ ده ووئېل خلق پخپله راځي او د يوې ورځې خوراك د وركولو وائي٬ دغسې ځينې خلق ډرائي فوډ وركوي۔ ده ووئيل تېر كال 36 لكه كسانو ته د غذائيت نه ډك خوراك وركړے شوے٬ دوه لكه لس زره كسانو ته د استوګنې ځاے وركړے شوے٬ ھغه سيمو كښې چرته چې غربت او يخني زياته ده او په كومو سيمو كښې چې موسم سخت وي هلته د پناه ځايونه هم زيات دي٬ د پناه په ځايونو كښې په يخنۍ كښې د 30 نه تر 35 فيصده نه زيات كسان وي ٬ د پناه ځايونو لپاره فري شټل سروس هم پېل كړے شوے دغسې چې لرې پاتې كېدونكو مزدورانو لپاره آساني وي۔ ده ووئيل تهري اېس پروګرام (سېف، سېکيور اينډ سسټينبل پروګرام ۔محفوظ ذمه دار او پائيدار پروګرام) باورې كړے شوے، وزيراعظم هم دا امر كړے چې دې كسانو ته معياري خوراك او استوګنه وركړئ ٬ دلته يواځې ډوډۍ نه وركړے كېږي ٬ په واش روم كښې هم د ګرمو اوبو اهتمام شته۔ پاكې بسترې هم وركړې كېږي٬ د يخنۍ په موسم كښې بلور او د هيټنګ سسټم هم لګولے شوے ۔ څادرونه او كټونه ښه كېښودې شوي۔ ده ووئيل پروګرام د خوراك او استوګنې دوه واضحه برخې لري، لنګر او ډوډۍ لپاره هر چا لپاره دروازې خلاصې دي٬ د دوي نه يوه پوښتنه نه كېږي٬ د ډوډۍ پحقله تپوس پوښتنه نه كېږي٬ وزيراعظم دا سوچ لري چې څوك اوږے اوده نشي٬ استوګنه داسې مزدورانو لپاره ده كوم چې بې وسه دي او د كم آمدن له امله د پاتې كېدو ځاے نه لري او د نورو ښاريو نه راغلي ھغوي ته د استوګنې سهولت وركوړے كېږي ٬ دوي سره شناختي کارډ لازمي پكار دے ٬ده ووئېل دا د سماجي تحفظ پروګرام دے دې لپاره دا ډېټا بېسډ جوړ كړے شوے ٬ د پناه په ځايونو كښې سپين ګېرو مزدورانو ته ترجيح وركوړې كېږي٬ د نورو ښاريونو څخه راغلي كسان او د ګنجائش په صورت كښې ځائي كسان هم پاتې كېدے شي٬ د پناه په ځائ كښې يو كس په اوونۍ كښې درې ورځې او په مياشت كښې 12 ورځې پاتې كېدے شي٬ د پناه په ځايونو كښې کنيکټنګ سپيس شته څوك چې مرسته كول غواړي او څوك چې مرسته اخستل غواړي ھغوي دلته ملاوېدے شي٬ دې لپاره د ورځو ټاكنه هم شوې ٬ ده ووئېل د پناه په ځايونو كښې پاتې كېدونكو كسانو ته هر ډول ممكنه ښه سهولتونه وركړے كېږي٬ د مستحقو كورنيو خېرښګړې لپاره كار روان دے۔ده ووئيل په يخنۍ كښې به په خاص توګه سپين ګيرې بهر نه اوده كېږي٬ دې لپاره مونږ تولو فلاحي اداره سره په تماس كښې يو٬ دې لپاره اېدهي٬ آشيانه او نور اولډ هومز سره هم په تماس كښې يو دغسې چې كوم سپين ګيرے بهر اوده نشي او تنګ نشي٬ سليپنګ بېګز مو هم جوړ كړے شوي او څادرونه وېنځلے وي٬ واشنګ مشينز شته او په هره اوونۍ كښې وېنځلے كېږي٬ په دې لړ كښې د عملې تربيه زه پخپله كوم۔ ده ووئيل د پناه په ځايونو كښې د صفائې خاص انتطام شوے ٬ دلته د سېګرټ څښلولو اجازه نشته٬ د خلقو د صحت هم خيال ساتلے كېږي ۔ وزيراعظم امر كړے چې د ښه نه ښه انتظام باوري كړئ او د كرونا په ورځو كښې هم د پناه ځايونه د اېس او پيز له مخې خلاص ساتلے شوي٬ دې لپاره سيناټئزر استعمالېږي ٬ تھرمو سکېنر لګولے شوي ٬ د ويکسينيشن كولو اهمتمام شته او دې وبائي رنځ څخه بچ كېدو لپاره ټول ضروري اقدامات شوي٬ده ووئېل د ډېنګي تبې مخ نيزوي لپاره عملي اقدامات شوي٬ دې لپاره د پناه ځايونو څخه واښه او ولاړې اوبه لرې كړې شوي او د اوبو د ويستلو هم اهتمام شوے٬ د پناه ځايونو سره نزدې ولاړې اوبه نه پرېږدو او ټول ضروري بندوبسټ شوے٬ په دې لړ كښې ضلعي انتطاميه٬ بېت المال او د صحت څانګه بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل شفاء د ټېلي هېلته كلينكس جوړ كړي ٬ آن لائن ډاكټر موجود وي او دې سره عملې ته هم تربيه وركړې شوې او فرسټ اېډ كېټس هم ساتلے شوي۔ ده ووئيل دا سياسي پروګرام نه دے٬ د پناه ځايونه غريب دوست پروګرام دے، د ماښام په وخت به د ډاكټرانو اهتمام هم كوٶ٬ د پناه په ځايونو كښې د هېلت نظام لا ښه كوٶ۔ ده ووئيل په يو پناه ګاه په يوه مياشت كښې نزدې پنځلس زره روپۍ خرڅ راځي ٬ د دې پروګرام سباٶن ډېر ځالانده دے٬ د دې سوچ او تصور ښه دے٬ وخت سره سره مونږ زده كړه كوٶ٬ دلته خلقو ته خوراك وركړے كېږي خو د دوي د عزت نفس خيال هم ساتلے كېږي٬ وزيراعظم د ښه نه په ښه كار باور لري چرته چې مونږ د پناه ځايونه نشو جوړولې هلته هم كار كوٶ٬ څوك اوږے اوده نشي لپاره 24 ټركونه چلولې شوي٬ ده ووئېل په تېرو دريو مياشتو كښې پنځلس لكه كسان دې پروګرام څخه مستفيد شوي۔ د دې نه پس به د پناه نور ځايونه جوړو چې پكښې به نور ښه سهولتونه وركولې شي۔ ده ووئېل د پناه داسې مثالي ځايونه جوړوو چې په ګرده نړۍ كښې رول ماډل وي٬ په دې لړ كښې ځائ هم اغستے شوے ۔ ده ووئيل يو كس چې كله د پناه په ځائ كښې پاتې كېږي نو دې سره ھعه ته 7 زره روپۍ بچت هم كېږي كومې چې ھغه پخپل مور پلار او ماشومانو خرڅ كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں