اسلام آباد 16نومبر(اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې او محصولات د صلاحكار وياند مزمل اسلم وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د دريو كلونو په مهال د كوټلو پالېسيو د لارې هېواد په اقتصادي توګه په خپلو پښو اودرولے ٬معاشي اشاريې مثبتې دي٬قامي ګټې له سختې پريكړی شوي خو د نتيجو وخت ئې راغلے ٬د بېلا بېلو مثبتو معاشي اشارو تر مخه په كال 2023م كښې به د هېواد معاشي صورتحال بهتر شي۔اے پي پي سره په ځانګړې مركه كښې وياند ووئيل اوسني حكومت چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هغه وخت هېواد ديواليه كېدونكے نه ؤ بلكې ديواليه شوے ؤ او دا خبره پخواني حكومت پټه ساتلې وه٬د دې تر ټولو لويې دليل دا دے چې كله د مسلم ليګ(ن)وروستې شپږ مياشتې پاتې شوې نو دوي آئي اېم اېف ته لاړل او آئي اېم اېف دوي ته ووئيل چې ټاكنې دې وشي كه تاسو كاميابي ترلاسه كړه نو راشۍ ګېنې بل راتلونكې حكومت سره به مذاكرات كوو۔ده ووئيل په كال 2013م كښې چې كله د مسلم ليګ(ن)حكومت راغلے ؤ نو د هغه نه وړاندې د پيپلز پارټۍ حكومت هم ځينې داسې كارونه كړي وو خو هغه وخت صورتحال لږ خراب ؤ ٬د هغه وخت لنډ مهاله حكومت آئي اېم اېف سره مذاكرات كړي وو او د مسلم ليګ(ن)حكومت په دې په وړومبۍ اونۍ كښې لاس ليك كړے ؤ ۔ ده ووئېل د كال 2018م نګران حكومت آئي اېم اېف ته تللے ؤ خو آئي اېم اېف ورسره مذاكرات نه وو كړي او ځكه اوسني حكومت د آئي اېم اېف پروګرام په ترلاسه كولو كښې د يو كال موده د لاسه وركړه او د تاريخ تر ټولو سخت پروګرام د آئي اېم اېف لخوا وركړے شو۔ ده ووئېل دا پروګرام به د دې نه هم سخت ؤ كه دې حكومت د چين٬يو اے اي او سعودي عرب څخه پيسې نه وې راوړې او كه سختې پريكړې نه وې شوې ځكه چې پرمختيائي فنډ لپاره پيسې نه وې۔ده ووئيل د سختو پريكړو په نتيجه كښې اولس مرور شو خو د حكومت د سختو پريكړو په نتيجه كښې هېواد د ديواليه كېدو څخه وساتلے شو ۔ ده ووئېل كه د مسلم ليګ(ن)حكومت روان ؤ نو ټول كال به لوږه وه۔د مېډيا د منفي رپورټونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې وخت كښې معاشي اشاريې مثبتې دي٬مېډيا قصور واره نه ګرځوم ځكه چې دا د دوي كاروبار دے٬هر يو كس هغه كار كوي چې ګټه يې مېډيا هاؤس ته ورسي۔ده ووئيل مېډيا تل هغه اړخ ښائي په كوم كښې چې حكومت كمزورے وي۔وياند ووئيل د اولس ستونزې دومره ډېرې وې چې مونږ وخت نه لرلو چې اولس ته صفائي وركړو۔ده ووئيل اوسني حكومت هېواد په خپلو پېښو اودرولے او چې كله مونږ دا خبره كوو نو تاسو به ضرور وائۍ چې بيا دومره ګراني او سخت حالات ولې دي۔ده ووئيل چې كله مريض د روغتون نه بهر راشي نو په وړومبۍ ورځ منډې نه وهيي۔په بيخي رغېدو يې وخت لګي خو هغه شكر ادا كوي چې د مرض نه خلاص شوم او په خپلو پښو اودرېدم۔ده ووئيل تر راتلونكو دوو مياشتو به د سپلائي چين ښه كېدو سره د ګرانۍ شرح پخپله ښه شي۔ده ووئيل د هېواد سلامتيا او د ټولنې د وروستو طبقو مرسته د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د انتخابي ګټې په ځاے د قام سباؤن ته پام كوي او د دې مقصد د پاكستان سباؤن محفوظ كول دي۔ده ووئيل د هېواد په برآمدات كښې تاريخي اضافه شوې كومه چې د 30 اربه ډالرو په لوړه كچه ده ۔سږ كال د 32 اربه ډالرو د ترسيلات زر امكان دے كوم چې د مسلم ليګ(ن) په دور كښې 19 اربه ډالره ؤ ۔وياند ووئيل د آئي اېم اېف د 6مې جائزې زر ترسره كولو هڅې روانې دي۔ده ووئيل د ټېكس محصولاتو حجم په دې وخت كښې د هدف نه 225 اربه روپۍ زيات دے او دا د هېواد لپاره ښه خبره ده۔ده هيله څرګنده كړه چې د حكومت د پالېسيو د نتيجو رامخې ته كېدو وخت راغلے ٬ دې سره به معيشت تل پاتې پرمختګ پلو لاړ شي