اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د جارج واشنګټن پوهنتون زده كوونكو د شورو په ورځ د پاكستاني سفارت دوره وكړه. زده كوونكو په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان سره ملاقات وكړو. پاكستاني سفير زده كوونكو ته د پاكستان د تاريخ، كلتور او خارجه پالېسې پشمول د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. ده ووئيل چې پاكستان د پخوانو تهذيبونو وارث دے چې پكښې مهرګړھ ، د سندھ وادي او ګندهار تهذيب شامل دي.ده ووئيل چې پاكستان امريكې سره قوي اقتصادي، كلتوري او تعليمي روابط لري. د افغانستان څخه امريكې وتلو نه پس پاكستان د افغانستان پرېښودو خواهش لرونكو ته محفوظ لار وركړه. پاكستاني سفير ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي او په افغانستان او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د امريكې پشمول د نړيوالو هېوادونو او شراكتدار سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے. ده ووئيل چې پاكستان يوه امن خوښوونكې هېواد دے او ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډيانو سره د دوستۍ اړيكې غواړي