د اسلامي مرستې تنظيم جنر سېكرټري حسېن ابراهيم طحهٰ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع پیغام

image

اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم جنر سېكرټري حسېن ابراهيم طحهٰ وئېلي چې زما په مشرۍ كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) جنرل سېكرټرېټ تېرو څو كلونو او مياشتو راهيسې په افغانستان كښې په خراب انساني صورتحال د تشويش سره سره نظر ساتلې۔په افغانستان كښې اوسني بدلون د افغانانو ستونزې او بنيادي حاجتونه نور هم كړكېچن كړي۔مېرمنې او ماشومان زياتره د دې ستونزو سره مخ كېږي۔ د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع د اسلامي مرستې تنظيم جنر سېكرټري حسېن ابراهيم طحهٰ ووئيل په دې موقع د اسلامي مشرانو غونډې مشرۍ په حېث د سعودي عرب مننه كوم چې هغوي د افغانستان په صورتحال د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې رابللو مهم اقدام پورته كړې۔د دې نه علاوه اسلامي جمهوريه پاكستان حكومت د زړه نه مننه كوم كوم چې د دې غونډې كوربتوب قبول كړی۔ده ووئيل د افغان شخړې په مهال هم او آئي سي د افغانانو حمايت كړې۔ده ووئيل د او آئي سي مهم غړي په حېث افغانستان له د تنظيم د غړو هېوادونو د اړخه بشپړه حمايت او ملاتړ ته اړتيا ده۔دا مهال د افغانانو مرستې ته اړتيا ده۔ده د اسلامي ترقياتي بانك او اسلامي يو والي فنډ د لارې د او آئي سي په غړو هېوادونو زور راوړو چې د افغانانو مرستې له فعاله كردار ترسره كړي۔ده ووئيل زه باور لرم چې د او آئي سي غړي هېوادونه به په افغانستان كښې د صورتحال كوټلي حل راويستلو له هر ممكن اقدامات وكړي

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں