اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) پاکستان د كال 2019 فرورۍ مياشت كښې په آزاد كشمير كښې د هندي پائيلوټ د نيولو نه وړاندې د پاكستان اېف 16 جنګي الوتكې ويشتلو سره د غورځولو په اړه هندي ادعاوې رد كولو سره وئيلي دي د مړانې په خيالي كارنامو پوځي اعزازات وركول د پوځي چلند د هر اصول په ضد كار دے ٬ دې ډول ايوارډ وركولو سره هند ځان پسې خندا كړې ده۔ پاكستان د دښمن عزم ناكامه كولو له چمتو او لوظي دے٬ هند دې د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ كولو خپلې هڅې څخه زده كړه وكړي۔ د نهې په ورځ خارجه دفتر د كال 2019 په فرورۍ مياشت كښې په آزاد كشمير كښې نيولي شوي پائيلوټ ته د دهلي حكومت لخوا د مړانې ايوارډ په وركولو خپل سخت غبرګون ښكاره كولو سره ووئيل د غورځولې شوې الوتكې هندي پائيلوټ ته ايوارډ وركول د هند د دروغو یوه کلاسیکي قضیه ده، د ځایی خلکو د مطمئن كولو او د شرم پټولو يوه مسخره ده۔ وياند ووئيل چې نړيوالو پوهانو او امريکائي چارواکو د دې تصديق كړې دې چې د پاکستاني ايف 16 جنګي الوتکو معائنې نه وروستو دا خبره رامخې ته شوې ده چې په دغه ورځ د پاكستان كومه اېف 16 الوتكه نه ده نسكوره كړې شوې۔ وياند ووئيل هند د يو داسې دروغ په خپرولو ټينګار كوي كوم چې يوه مسخره ده او په ښكاره توګه په ډاګه شوے دے۔ وياند ووئيل د زړورتیا په خیالي کارنامو دا ډول جايزې وركول د پوځي چلند د هر اصول په ضد دي او هند د دې په وركولو خپل ځان پسې خپله خندا كړې ده۔ ياده دې وي چې د كال 2019 فرورۍ مياشتې په 27 مه نېټه د پاکستان هوايي ځواک د هند دوه الوتکې په رڼا ورځ رانسکورې کړې وې كومو كښې چې يوه هندي مګ 21 بایسن الوتكه په آزاد کشمیر کې نسکوره شوې وه. هندی پائیلوټ چې د پېراشوټ د لارې د الوتكې نه دانګلي وو پاكستان نيولې او وروستو ئې د خېر سګالۍ په توګه خوشې كړې وو۔ د ده هندوستان ته بېرته لېږل د هند د دښمنۍ او جارحانه عزائمو باوجود سولې لپاره د پاكستان د هيلې ثبوت وو۔ پاك هوائي ځواك په دغه ورځ يوه بله هندي الوتكه اېس يو 30 ويشتلې وه كومه چې د اېل او سي بل اړخ ته پرېوتلې وه۔ په دغه ورځ هندي پوځ ويرې اخستې وو او خپله چورلكه ایم آئی 17 ئې ويشتلو سره نسكوره كړې وه۔ وياند ووئيل دا خبره ښكاره ده چې د هند دا ډول مسخرې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې هېڅ حېيثت نه لري۔ هغه ووئيل د خپل اړخ نه پاكستان د د ښمنۍ كوم هم عزائم ناكامه كولو له نن هم دومره چمتو او لوظي دې څومره چې د كال 2019 فرورۍ مياشت كښې وو۔ هندوستان بايد د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ كولو خپلې ناكامې هڅې څخه سبق زده كړي او سباؤن كښې د كومې هم مهم جوئۍ كولو نه ډډه وكړي