وزيراعظم عمران خان سره د ايران خارجه وزير ډاكټر امير حسېن عبداﷲ ملاقات

image
APP47-191221 ISLAMABAD: December 19 – Prime Minister Imran Khan with Foreign Minister of Iran Dr. Amir Hossein Abdollahiyan. APP

اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې افغانستان كښې د اوږدې مودې تعميرنو او انفراسټركچر ډويلپمنټ لپاره اضافي تګلارې ولټوي، افغانستان كښې معيار ژوند ښه كولو او معاشي انهدام څخه بچ كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د انساني مرستې ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايران خارجه وزير ډاكټر امير حسېن عبداﷲ سره ملاقات په مهال وكړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جارې شوې بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ايران خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ دورې هركلے كولو سره د افغانستان موجوده معاشي صورتحال په اړه د پاكستان نكته نظر څخه خبر كړو۔ ده ووئيل افغانستان كښې د ژوند معيار ښه كولو لپاره او معاشي انهدام څخه بچ كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ انساني مرستې ته اړتيا ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې غير معمولي غوندې سره به د اسلامي مرستې تنظيم غړي هېوادونو ته افغانستان مرستې موقع ترلاسه شي۔ وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې افغانستان كښې د اوږدې مودې تعميرنو او انفراسټركچر ډويلپمنټ لپاره اضافي تګلارې ولټوي۔ دوه اړخيزه چارو په اړه وزيراعظم عمران خان د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې رامخې ته كړل او د دې اړيكو لا مستحكمولو له ئې د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده د ايران او په خاص توګه سپريم ليډر د اړخه د كشمير په شخړه په پرله پسې مرسته وستائله۔ وزيراعظم د ايران صدر ابراهيم رئيسي له د دورې بلنه وركړه۔ خارجه وزير ډاكټر امير حسېن عبداﷲ د افغانستان په اړه د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډې په كوربتوب كولو د پاكستان ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں