مريم نواز په خېبر پښتونخوا كښې د خپلې ماتې جشن لمانځي، د نواز او زرداري پشان خلقو قرض ترلاسه كولو سره د هېواد د معيشت بېړه غرقه كړې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې مريم نواز په خېبر پښتونخوا كښې د خپلې ماتې جشن لمانځي، د نواز او زرداري پشان خلقو قرض ترلاسه كولو سره د هېواد د معيشت بېړه غرقه كړې، مونږ ته په پنځو كلونو كښې د دوي لخوا ترلاسه شوې 55 اربه ډالر قرض بېرته ستنول دي، زرداري ته چې كله عدالت ته تلل وي نو هغه وهيل چيئر راغواړي، د ضمانت ترلاسه كېدو نه پس د خپل قد نه لوئې خبرې پېل كړي، آصف علي زرداري د پيلز ګوند هغه حالت كړے چې نن پيپلز ګوند په پنجاب كښې انتخابي كانديدان نه لري، دا ګوندونه يوازې د مېډيا په مرسته ژوندي دي، د پاكستان عمومي معيشت د پرمختګ په لار روان دے. د زيارت په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مونږ ته ټاكنې نه بلكې قوم ته د كتلو ضرورت دے. په تېر وخت كښې د منګلا او تربېلا بندونو نه علاوه د كوم بل بند جوړولو ته پام نه دے شوے، مونږ د بندونو جوړولو كار پېل كړے، د بندونو جوړېدو په نتيجه كښې به د اوبو په ذخيره كښې بهتري راشي. ده ووئيل چې په دې وخت كښې په هېواد كښې دوه لكه كمپنې موجود دي، يو لك 57 زره كمپنې يوازې په تېرو دوه نيمو كلونو كښې جوړې شوې دي. وفاقي وزير ووئيل چې مونږ زرعي څانګې ته پام كړے، زمونږ د پنځو لويو فصلونو لوي پېداوار شوے، د وريژو، غنمو او جوارو تاريخي پېداوار شوے، د پومبې په پېداوار كښې 44 فيصده اضافه شوې ده. ده ووئيل چې په زرعي څانګه كښې 1100 اربه روپې اضافې وركړې شوې دي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې مريم نواز په خېبر پښتونخوا كښې د خپلې ماتې جشن لمانځي، د نواز او زرداري پشان خلقو قرض ترلاسه كولو سره د هېواد د معيشت بېړه غرقه كړې، مونږ ته په پنځو كلونو كښې د دوي لخوا ترلاسه شوې 55 اربه ډالر قرض بېرته ستنول دي، زرداري ته چې كله عدالت ته تلل وي نو هغه وهيل چيئر راغواړي، د ضمانت ترلاسه كېدو نه پس د خپل قد نه لوئې خبرې پېل كړي، آصف علي زرداري د پيلز ګوند هغه حالت كړے چې نن پيپلز ګوند په پنجاب كښې انتخابي كانديدان نه لري، دا ګوندونه يوازې د مېډيا په مرسته ژوندي دي، د پاكستان عمومي معيشت د پرمختګ په لار روان دے. ده ووئيل چې پاكستان د نړۍ اووم اتومي طاقت دے، د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان يو مستحكم هېواد جوړېدونكې دے

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں