د فلم، موسيقۍ او د ټي وي نېشنل ايوارډز د لارې به نزدې 25 کروړه روپۍ موسيقارانو٬ فنكارانو او فلم مېكرز ته وركولې شي، فلم، ډرامه او موسيقۍ له به وده وركولې شي۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كفنرنس

image

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي راتلونكې كال كښې به د پاکستان نوموړو موسيقارانو، فن كارانو او فلم مېكرز له به 22م نېشنل اېوارډز وركولې شي، د فلم، موسيقۍ او د ټي وي نېشنل ايوارډز د لارې به نزدې 25 کروړه روپۍ موسيقارو٬ فن كارانو او فلم مېكرز ته وركولې شي، د نېشنل اېوارډز د لارې به فلم، ډرامه او موسيقۍ ته به وده وركولې شي، تفريحي چېنلز په وړومبي ځل د حكومت په اشتهارات پاليسۍ كښې شامل كړے شوي، د فلم نوې پاليسي مكمل كړے شوې ، د فلم صنعت له مراعات وركړے شوي، په ظهير الدين بابر به ازبکستان او په علامه اقبال ايران سره په ګده فلمونه جوړوٶ، د ملټي مېليون ډالرز دا فلمونه به د نړيوال معيار وي۔ د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت ٬ پي ټي وي او پاكستان آرټس كونسل ترمېنځه د نېشنل اېوارډز پحقله د تفاهم په يادښت د لاسليك دستورې نه پس خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په ماضي كښې د پاكستان بيانيه وړاندې كولو ذريعې كمزورې كړې شوي ، فلم، ډرامه او د موسيقۍ څانګې ته پام لرنه نه ده شوې، د 60 په لسيزه كښې مونږ د نړۍ درېم لوي فلم مېكرز وو او د سېنما ګهرو په اعتبار سره هم پاكستان په نړۍ كښې په درېم يا څلورم نمبر ٶ۔ ده ووئيل راتلونكي كال به د پاکستان نوموړو موسيقارانو، فن كارانو او فلم مېكرز ته به 22م نېشنل اېوارډز وركولې شي، د فلم، موسيقۍ او د ټي وي نېشنل ايوارډز د لارې به نزدې 25 کروړه روپۍ موسيقارو٬ فن كارانو او فلم مېكرز ته وركولې شي۔ ده ووئيل د ځائي موادو ډاډګيرنې لپاره په غېر ملكي موادو ټېكسونه لګولې شوي، زياتره ټي وي چېنلز غېر ملكي ډرامې درامد كوي٬ دې سره په ځائي كچه جوړې كړې شوې ډرامې ځپلې كېږي۔ ده ووېيل په اشتهاراتو كښې د غېر ملكي فنكارانو په كاسټ كولو زمونږ د فنكارانو روزګار متاثره كېږي٬ لوي كمپنۍ ځائي فنكاران او ماډلز نظر انداز كوي او بهر هېوادونو څخه ماډلز او اېكټرز راغواړي، په داسې اشتهاراونو هم ټېكس لګوو دغسې چې د دې ډول اقدامات حوصله ماته كړې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان ښائسته ځايونه لري چرته چې د فلم مېكرز لپاره د اېن او سي طريقه كار آسانوٶ۔ ده ووئيل په پي ټي وي كښې فلمز ډويژن جوړوٶ، دوه لوي فلمونه د جوړېدو په آخري پړاٶ كښې دي٬، په ظهير الدين بابر به ازبکستان او په علامه اقبال ايران سره په ګده فلمونه جوړوٶ او دا دواړه فلمونه به د ملټي مېليون ډالرز وي چې پروډكشن او كاسټ به ئې د نړيوال معيار وي۔ ده ووئيل په ټېپو سلطان نجي كمپنۍ سره په ګډه فلم جوړوو، په پي ټي وي فلمز به ځوانانو فلم جوړونكو ته موقعې وركولې شي٬ دوي دې راوړاندې شي او مونږ سره دې په ګډه فلمونه جوړ كړي، مونږ به دوي ته د ماركيټنګ سهولتونو پشمول هر ډول ممكنه مرسته وركوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د فلمي صنعت بحالۍ لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كوٶ٬ سينما ګھرو ته خاص پام لرنې سره د برېښنا په بيعه كښې د رعايت پشمول ټېكسونو كښې هم كمے شوے ۔ يوې سېنما څخه 23 كورنيو ته رززګار ترلاسه كېږي٬ اېن سي او سي سره په ګده سېنما ګهر خلاصولو لپاره اقدامات شوي او د نان انډين پنجابۍ فلموںو اجازه وركړې شوې۔ ده ووئيل مونږ تفريحي چېنلز قوي كول غواړو٬ مونږ څخه كوٶ چې د پاكستان سټوري وړاندې كولو لپاره خپل مېډيمز قوي كړو۔ د دې نه وړاندې د اطلاعات او خپرونو وزارت، پاکستان ټېلي ويژن او آرټس کونسل آف پاکستان ترمېنځه د نېشنل اېوارډز لپاره د تفاهم په يادښت لاسليك وشو۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د اطلاعات سېكتره شاهيره شاهد،د آرټس کونسل کراچۍ صدر احمد شاه او د پي ټي وي اېم ډي عامر منظور هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں