پاكستان او آسيائي پرمختيائي بانك د توان، سماجي تحفظ، د شهري بنيادي ډهانچې جوړولو، د لويو لارو او د اوبو وسيلو په څانګو كښې مرستې لپاره د يو ارب 54 كروړه 30 لك ډالرو شپږ مالياتي لوظنامې لاسليك كړې

image

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) پاكستان او آسيائي پرمختيائي بانك د توان، سماجي تحفظ، د شهري بنيادي ډهانچې جوړولو، د لويو لارو او د اوبو وسيلو په څانګو كښې مرستې لپاره د يو ارب 54 كروړه 30 لك ډالرو شپږ مالياتي لوظنامې لاسليك كړې. د اقتصادي چارو د ډويژن سېكرټري ميا اسد حياالدين او د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر يانګ ئي د مالياتي مرستې دا لوظنامې لاسليك كړې. په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان هم موموجو وو. په دې لوظنامو كښې د پاكستان د توان څانګه قوي كولو لپاره د مالياتي، تكنيكي او ګورننس اصلاحاتو په مد كښې د 300 مليونه ډالرو د پالېسې په بنياد قرض شامل دے. كومې لوظنامې چې لاسليك شوې دي په هغو كښې د خېبر پښتونخوا په پنځو ښارونو كښې د شهري بنيادي ډهانچې بهترې لپاره د 385 مليونه مالي مرستې لوظنامه او د خېبر پښتونخوا سټيز امپروومنټ انوسېټمنټ پروجېكټ فېز فائيو او نورې هم شاملې دي. په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان د توان په څانګه كښې اصلاحاتو، د سړكونو نېټ ورك ښه كولو او سماجي تحفظ ته پراختيا وركولو لپاره په پرله پسې مرسته د بانك د صدر، انتظاميې او د بېنك د بورډ آف ډائرېكټرز مننه وكړه.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں