اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مسيحي ټولنې ته د كرسمس تهورا مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې په پاكستان كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبې ترجيح ده، د مسيحي ټولنې په خوشحالې كښې برابر شريك يو. د خالي په ورځ په خپل يو پېغام كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو ضامن دے، مسيحي وګړو د پاكستان په مضبوطيا، پرمختګ، خوشحالې او يووالي كښې مهم كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې په تعليم، روغتيا او د ژوند په نورو څانګو كښې د مسيحي ټولنې خدمات د ستائنې وړ دي.