اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د خاص كسانو مسئلو حل لپاره د كميونټۍ شاملولو ضرورت دے، خاص كسانو ته آسانۍ او خېر ښېګړه يو لوي چېلنج دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خاص كسانو آسانيو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د سي ډي اے چيئرمېن٬د كامسيټس٬نسټ او نېشنل كالج آف آرټس سينئر انتظاميې ګډون وكړو۔ صدر مملكت ووئيل چې خاص كسانو ته په آزاده توګه تګ راتګ كښې ځينې خنډان رامخې ته كېږي٬د خنډانو له امله خاص كسان په ډېرو سماجي او كلتوري هلو ځلو كښې برخه نشي اخستې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې كاروباري ټولنه او ايوان صنعت و تجارت دې د خاص كسانو اسانيې لپاره د تجويزونو په عملي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې خاص كسانو ته اسانيې برابرول د ټولنې د ټولو طبقو سماجي ذمه واري ده. په غونډه كښې د نسټ ، كامسېټس او اېن سي اے د فن تعمير څانګو لخوا بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړې شول. په غونډه كښې د بېلا بېلو تجويزونو جاج هم واخستل شو. صدر مملكت د سي ډي اے چيئرمېن ته تجويزونو ته په حتمي شكل وركولو كښې د مرستې كولو هدايت وكړو.