د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په هېواد كښې د برآمدي كلتور ودې لپاره غونډه

image
APP61-291221 ISLAMABAD: December 29 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on developing export culture. APP

اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي مونږ له د برآمدات زياتوالي او په درآمدات انحصار كمولو له د مرستې ماحولياتي نظام او كلتور ته د ودې وركولو ضرورت دے ٬برآمدات كښې زياتوالي لپاره به ځانګړې كاركردګي ښودونكو برآمد كوونكو ته قامي سول ايوارډز وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په هېواد كښې د برآمدي كلتور ودې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر٬د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين٬د صنعت وفاقي وزير خسرو بختيار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير سيد فخر امام٬د تجارت صلاكار عبدالرزاق داؤد او اړوند اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ له يو ماحولياتي نظام او يو داسې كلتور جوړول دي كوم چې برآمدات زيات كړي او په درآمدات زمونږ انحصار كم كړي٬ده ووئيل مونږ ته د داسې برآمد كوونكو ضرورت دے كوم ته به چې د برآمدات زياتولو كاركردګۍ په بنياد قامي سول ايوارډز وركولې شي۔وزيراعظم د تجارت وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د برآمد كوونكو ګيلو لرې كولو لپاره پورټل جوړ كړي۔ده په برآمدات كښې د تل پاتي اضافې لپاره د متحرك كردار ادا كولو هم سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم ټولو اړوندو محكمو ته هدايت وكرو چې د ټېكنالوجۍ كارولو سره جامع پالېسي او سپيځلتيا باوري كړي۔د دې څخه وړاندې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وزيراعظم خبر كړو چې سږ كال د لسو كلونو جمود نه پس په برآمدات كښې رېكارډ اضافه شوې۔ده ووئيل وخت راغلے چې په برآمدي هدف كښې لا زياتوالي لپاره اقدامات تند كړے شي

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں