د ترهه ګرۍ ناسور بيا سر پورته كوي٬ مخ نيوي لپاره به يۍ فوري ګامونه پورته كول وي٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ ناسور بيا سر پورته كوي٬د دې مخ نيوي له به فوري ګامونه پورته كول وي٬ د خېبرپښتونخوا اولس قربانۍ به تل يادې ساتلې شي٬رپه خېبرپښتونخوا كښې 10 كاله د تحريك انصاف حكومت وو خو هغوي د خېبرپښتونخوا اولس د ترهه ګرو په رحم او كرم پرېښودلې دي۔ د شورو په ورځ د كابينې په غونډه كښې پالېسي بيان وركولو سره وزيراعظم ووئيل چې د خېبرپښتونخوا اولس د ترهه ګرۍ په ضد بې مثاله قربانۍ وركړې دي كوم چې په الفاظو كښې بيانولې نه شم٬تاريخ به تل د هغوي مېندې او زامن ياد ساتي۔ په كال 2010 كښې د وفاق او صوبو ترمينځه د وسائلو وېش نه وړاندې د ټولو وسائلو يو فيصد خېبرپښتونخوا ته وركړې شو٬ دا تر ننه وركولې كېږي كومې چې 417 ارب روپۍ جوړیږي۔ دا د اېن اېف سي ايوارډ نه علاوه صوبې ته وركړې شوې٬ دا د هغوي حق وو او كومې چې جغرافيائي صورتحال او د هغوي قربانۍ وې دغسې چې په صوبه كښې د ترهه ګرۍ په ضد د ځواكونو د كار په استعداد كښې اضافه وكړې شي او هغوي ته عصري آلات وركړې شي۔وزيراعظم ووئيل چې لوے څښتن معلومه ده چې دا دومره لويې رقم چرته مصرف شو٬ 10 كاله د پي ټي آئي حكومت پاتے شوے كومې بلې صوبې ته دا ډول اضافي رقم نه دې وركړے شوے ٬د دې حساب اخستل زمونږ حق دې٬ د خېبرپښتونخوا صوبې ته 40 ارب روپۍ هر كال ترلاسه كېږي٬مونږ تورونه نه بلكې د حقائقو په بنياد خبره كوو۔ ده ووئيل چې ټولو صوبو په اېن اېف سي ايوارډ كښې د زړه نه يو فيصد خېبرپښتونخوا ته په وركولو رضامندي څرګنده كړې خو هلته پوليس سره كومه عصري وسله نشته٬آلات نشته٬د هغوي تربيت نه دې شوې٬استعداد يۍ نه دې زيات شوې٬نيكټا جوړه شوې٬سي آئي ډي جوړه كړې شوې٬د دې ټولو باوجود دا وئېل چې صوبې سره فنډ نه وو دا حقائق پورې خندا كول دي۔ ده ووئيل چې د خېبرپښتونخوا سياسي كورنيو چې پكښې د بلور كورنۍ پشمول ځينې مهم شخصيات شامل دي٬د خپلو ځانونو قرباني وركړې٬د پاكستان پخوانۍ وزيراعظمې بېنظيربهټو قرباني وركړې٬سول لائن جومات كښې د پوليس افسرانو او د هغوي د بچو پشمول اهلكار شهيدان شوي۔ زمونږ ځوانانو چې په كوم ډول د شجاعت او بهادرۍ مثال قائم كړے په نړۍ كښې مثال نه لري۔ ده ووئيل چې كه چرې مونږ په سمدستي توګه مناسب اقدامات ونه كړل نو دا ناسور به يو ځل بيا خپور شي٬مونږ له به ضرور د دې مخنيوي د اجتماعي بصيرت او هڅو د لارې كول وي۔ ده ووئيل چې دا سوال رامخے ته كېږي چې ترهه ګر بېرته چا راوستل؟ټول قام خفه دې او پوښتنه كوي چې يو ځل بيا ترهه ګرۍ ولې سر پورته كړو؟ د دې حساسيت په اړه د كابينې غړي خبرولې شي٬ دا زمونږ لپاره د سوچ وخت دے چې په دې اړه به پلټنې كول وي٬ دا د چا بيانيه وه چې دوئي به مركزي چوكاټ ته راوستلو سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ اولس ددې ځواب غواړي او هم دا د كابينې د غونډې ايجنډا ده٬د كابينې غړي دې په دې غور وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں