خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر سره په ډيووس كښې د هالينډ ملکه ميکسيما سره وليدل

image

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د نهې په ورځ ډيووس كښې نړيوال اقتصادي فورم په موقع د هالينډ ملکه ميکسيما سره ليدلي دي، ملکه ميکسيما څوك چې د ملګرو ملتونو عمومي سيكرټري د پرمختګ لپاره د كوټلې ماليات خاص وکيله ده سره ملاقات په موقع وزير مملکت حنا رباني کھر هم د خارجه وزير سره وه۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان حكومت هېواد كښې د مالي شموليت ودې لپاره په بشپړه ډول لوظي دے۔ده ووئيل سټيټ بينک آف پاکستان د نېشنل ډيجيټل انفراسټرکچر ډويلپمنټ سټريټيجي برخې په توګه د راست نامه په سمدستي توګه ډيجيټل مائيکرو پيمنټ ګيټ وے کاميابۍ سره فعاله کړې د۔خارجه وزير ووئيل د دې اقدامات مقصد د هېواد په معيشت كښې د ميرمنو شرکت آسانول دي۔ خارجه وزير بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره په هېواد كښې تر بينکنګ خدمات رسنې ښې كولو لپاره د روشن ډيجيټل اکائونټ اقدام د لارې د پاکستان په هڅو هم رڼا واچوله۔(

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں