اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي اوورسيز انويسټر چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(او آئي سي سي آئي) زمونږ په حكومت كښې هېواد كښې په پرمختګ او په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔او آئي سي سي آئي دا باور لري جې په كال 2021 كښې پاكستان په 10 سيمه ايزو هېوادونو كښې د 6 هېوادونو څخه ښه دے۔په كال 2019 كښې پاكستان په لسو سيمه ايزو هېوادونو كښې د دريو هېوادونو څخه ښه ؤ ۔وزيراعظم ووئيل د او آئي سي سي آئي له مخې 68 فيصده سرمايه كارو راتلونكو دوه دريو كلونو كښې په پاكستان كښې د خپل كاروبار شروع كولو هيله څرګنده كړې٬په كال 2019 كښې دا شرح 27 فيصد وه۔وزيراعظم ووئيل په هېواد ګښې د كاروبار په ماحول كښې د ځانګړې بهترۍ په تناظر كښې اورسيز انويسټرز چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو په اړه نړيوال روډ شوز كول غواړي