اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د ډېر خوارې او اصول لرونكو سياسي هڅو په نتيجه كښې مونږ ته د آزاد هېواد ډالې راكړې، قائداعظم محمد علي جناح د پاكستان په صورت كښې د يو داسې رياست تشكيل ممكن كړو چرته چې د رنګ و نسل، مذهب، ژبې او كوم فرق نه بغېر ټول وګړي د ژوند تېرولو او د پرمختګ يو ډول موقعې ولري. د خالي په ورځ د قائداعظم اعظم محمد علي جناح د زېږون ورځې په مناسبت په خپل پېغام كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د وزيراعظم عمران خان رول ماډل دے، وزيراعظم عمران خان هم داسې پاكستان غواړي چرته چې معاشي او كلتوري اقدار قوي وي او د نړۍ په قومونو كښې ئې بېرغ هسك وي. ده ووئيل چې مونږ ته به د فرقه بازې او شدت خوښې پشان د هېواد دښمن عناصرو څخه نجات ترلاسه كولو سره د يو متحد او يو قوم په حېث وړاندې تلل وي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د بابائے قوم د ولادت په ورځ مونږ د دې عزم پخلې كوو چې پاكستان به يو مثالي هېواد جوړوو.