د جعلسازې ملكه دې د سياست فكر پرېښودلو سره رسيدونه وړاندې كړي، د مريم بي بي تېر وخت، حال او سياسي سباٶن په تيارو كښې ډوب دے. د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل د مريم صفدر په بيان غبرګون

image

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د جعلسازې ملكه دې د سياست فكر پرېښودلو سره رسيدونه وړاندې كړي، د مريم بي بي تېر وخت، حال او سياسي سباٶن په تيارو كښې ډوب دے. د زيارت په ورځ د مريم صفدر په بيان په خپل غبرګون كښې ده ووئيل چې اولس ته معلومه ده چې معيشت ډوبولو سره د هېواد سباٶن تاريك كوونكي ﴿ن﴾ ليګي نااهل دي. ده ووئيل چې لوي ميا د عدالت څخه د سزا كېدو نه پس د مفرورې په ژوند تېرولو مجبور دے، په سياست كښې د غېر اهم شوې مريم پلار مفرور كېدو سره په لندن كښې ناست دے. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په شا د اولس طاقت دے. د مريم بي بي تېر وخت، حال او سياسي سباٶن په تيارو كښې ډوب دے

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں