په ملګرو ملتونو كښې د قرارداد منظوري٬د اسلامو فوبيا په ضد زمونږ پورته كړے غږ اورېدلے شوے۔د وزيراعظم عمران خان ټوېټ

image

اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د مارچ په 15مه نېټه د نړيوالې ورځې په توګه لمانځلو لپاره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لخوا د وړاندې كړي قرارداد په منظورۍ اسلامي امت ته مباركي وركولو سره وئېلي دي بل چېلنج په دې تاريخي قرارداد عملدرآمد باوري كول دي۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل نن اسلامي امت ته مباركي وركوم كله چې د اسلامو فوبيا په ضد زمونږ پورته كړے غږ اورېدلے شوے او ملګرو ملتونو د پاكستان لخوا د او آئي سي د استازي په توګه معرفي كړے قرارداد منظور كړے چې له مخې يې د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا د مخ نيوي ورځ لمانځل دي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں