كراچي 04 مارچ (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي ټوله نړۍ كډوال نه قبلوي كوم چې عام رجحان دے خو پاكستان د 40 كلونو نه زياته د افغان كډوالو كوربتوب كړے كوم چې د پاكستان د اعلٰی اخلاقي اقدار عكاسي كوي۔دا خبره ده په ځايې هوتل كښې د 13م كراچي لټريچر فيټسيول(KFL) كښې د خاص مېلمه په حېث د وېنا كولو په مهال وكړه ۔ده د اېل اېف منتظمينو هڅې ستائېلو سره ووئېل دا ډول دستورې د پاكستان د کیلنډر برخه ګرځېدلي۔ده ووئيل دا انساني فطرت دے چې كله هغه يو څيز لولي يا زده كړه كوي نو د هغې څخه بېلې نتيجې رامخې ته كېږي او د هغه بېل نقطه نظر جوړېږي۔ده د پاكستان په جوړولو كښې د قامي شاعر ډاكټر علامه محمد اقبال او د باني پاكستان قائداعظم محمد علي جناح په هلو ځلو او كردار هم رڼا واچوله۔صدر ډاكټر عارف علوي د پېښور په بمي چاودنه هم د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده ووئيل اروپا په خپل تاريخ كښې د ډېرو بحرانونو او شخړو سره مخ شوې او په اروپا كښې د جنګونو مخ نيوے د ملګرو ملتونو كاميابي ده۔په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي د انګريزۍ فكشن٬اردو شاعرۍ٬سندهۍ٬بلوچي٬پنجابي او د پښتو ښه كتابونو پشمول د مختلف كيټيګريز (KLF)ايوارډز وركړل۔د دې څخه وړاندې د نېشنل اكېډمي آف پرفارمنګ آرټس(NAPA)صدر ضياﺀ محي الدين٬د آكسفورډ يونيورسټي پرېس اېم ډي ارشد سعيد حسېن هم وېنا وكړه