ېرمنې په مالي توګه خپلواكه جوړول ضروري دي۔ ثمينه عارف علوي

image
APP29-210222 KARACHI: February 21- First Lady Begum Samina Arif Alvi addressing on the occasion of wheel chairs and Cheques distribution ceremony organized by NOWPDP in the metropolitain . APP Photo by Syed Abbas Mehdi

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي كورودانې ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې مېرمنې په مالي توګه خپلواكه جوړول ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د 101 سي اي اوز آف پاکستان کتاب مخ كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل دوي يوازې د خپلې كورنۍ مرسته نه كوي بلكې د هېواد مجموعي معاشي پرمختګ كښې هم اهم كردار لوبوي٬ مېرمنو ته ترقي وركولو سره به په دوي كښې د محرومۍ احساس ختمولو كښې مرسته وشي، دوي خپل صلاحيتونه كارولو سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې اهم كردار لوبولې شي،په خوشحال او سپيځلي پاكستان كښې د دوي اهم كردار دے۔ دې ووئيل په تحريك پاكستان كښې هم مېرمنو اهم كردار لوبولې٬ قائد اعظم محمد علي جناحؒ فرمائيلي دي چې تر ھغې يو هېواد پرمختګ نشي كولې تر څو چې د دغې هېواد مېرمنې خپلو ناريناٶ سره اوږه په اوږه نه وي ودرېدلې۔ دې مېرمنو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې دوي د ټولنې اهم ستن دي او د هېواد د آبادۍ د نيمائي نه زياته برخه دي، دوي د شعور لرونكي وګړي په حېث د هېواد په ترقۍ كښې اهم كردار لوبولې شي۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں