احتجاج د هر وګړي آئيني حق دې٬سياسي ګوند دې هم جلسه جلوس وكړي خو دا وئېل نه دي پكار چې دا به خونړې وي۔د پیټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك

image

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)د پیټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي چې احتجاج د هر وګړي آئيني حق دې٬سياسي ګوند دې هم جلسه جلوس وكړي خو دا وئېل نه دي پكار چې دا به خونړې وي ٬د فلسطين او كشمير په مسئله نړيواله خاموشي معني خيز ده۔ د شورو په ورځ په سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره ده ووئيل چې هر پاكستاني وګړي ته د خپل غږ پورته كولو حق ترلاسه دې٬په لاهور كښې يو پوليس اهلكار شهيد شوې٬ د دې نه پس د سياسي شخصياتو لخوا چې كوم بيانونه وركړې شوي هغه هم د ټولو وړاندې دي٬ په پوليس اهلكارو ګولۍ ورول كوم جواز نه لري٬د استخباراتي ادارو رپورټس وو چې په مارچ كښې به هم وسله راوړلې شي او هغه وسله ونيولې شوه٬هېواد بايد د انتشار په لوري روان نه كړې شي۔ سياسي ګوند خو په عدالت كښې د دې ليكلو وركولو څخه هم انكار وكړو چې لانګ مارچ به پرامن وي

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں