اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) پاكستان د يوكرين په اړه د اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو شريك بيانونه د سفارتي آداب منافي ګرځولو سره وئېلي دي دا ډول بيان د قبلولو وړ نه دے٬بيان د پاكستان په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې مترادف دے٬معامله مو اروپائي سفارتخانې سره پورته كړې شوې ۔هند په پاكستان كښې رياستي ترهه ګري كوي٬په هند كښې د نيوكليئر مواد غېر قانوني منډۍ د ټولې نړۍ لپاره د فكر لمحه ده۔د خارجه دفتر وياند عاسم افتخار احمد د جمعې په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وئېلي دي پاكستان د يوكرين په تناظر كښې د اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو شريك بيان د سفارتي آداب منافي ګرځولو سره وئېلي دي دا ډول بيان د قبلولو وړ نه دے۔پاكستان خپل تشويش اروپائي سفارتخانو ته لېږلے۔خارجه سېكرټري معامله اروپائي سفارتخانو سره پورته كړې۔د يادونې وړ ده اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو خپل شريك بيان كښې پاكستان ته وئېلي وو چې د يوكرين په ضد د روس پوځي آپرېشن غندنه وكړي٬وياند له مخې دا ډول بيان د پاكستان كورنيو معاملاتو كښې د لاس وهنې مترادف دے۔مونږ دا بيان مسترد كولو سره وئېلي دي د پاكستان په ضد دا ډول خبرې كول سمې نه دي٬د اروپائي ائتلاف سفارتخانو ته دا ډول طريقه اختيارول نه وو پكار٬ ده ووئېل دا بيان د سفارتي اداب په ضد دے او د سفارتخانو دا ډول رويه د قبلولو وړ نه ده۔پاكستان خپل تشويش اروپائي سفارتخانو ته لېږلے ۔ده ووئيل خارجه سېكرتري دا معامله د اروپا سفارتخانو سره پورته كړې او د اروپا هېوادونو تسليم كړې چې دا ډا ډول پرېس رېليز نه ؤ جاري كول پكار۔وياند له مخې د بېلو هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كښې اجتجاج رېكارډ كړے شوے٬سفيرانو ته وئېلي شوي د بېلو هېوادونو سفيرانو سره د ملاقاتونو لړۍ روانه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د يوكرين په تناظر كښې د پاكستان په خارجه پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلے ٬مونږ د يوكرين د مسئلو څخه خبر يو٬پاكستان په يو اېن چارټر د عملدرآمد خوښي لري۔ ده ووئېل د پاكستان خواهش دے چې د روس او يوكرين ترمينځه مسئلې د سفارتكارۍ سره حل شي٬هيله ده چې د يوكرين او روسيې ترمينځه به مسئلې په خبرو اترو حل شي۔په يوكرين كښې د ګيرو پاكستانيانو په اړه وياند ووئيل په يوكرين كښې د ګيرو شوو پاكستانو وګړو او زده كوونكو لويه شمېره راويستلې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان او امريكې ترمينځه به ټيفا ملاقات د مارچ په 7مه نېټه پاكستان كښې كېږي۔په پاكستان كښې د نوې امريكائي سفير ډونلډ بلوم تعيناتۍ سېنېټ منظوري وركړې٬د نوې سفير تعيناتي خوشبينه ده او دې سره به دوه اړخيزه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔د پاك هند اړيكو په اړه وياند ووئيل پاكستان د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي٬مونږ هند سره د ملګرتيا اړيكې غواړو٬كه هند پاكستان سره ښې اړيكې غواړي نو د دې خبرو اترو ماحول سازګار جوړولو له به كوټلي اقدامات كول وي٬ ده ووئېل مونږ د هند سره ښې اړيكې غواړو خو هند پاكستان سره ښې اړيكې نه غواړي۔د كلبهوشن ګرفتاري د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ او مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني اقداماتو په اړه ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل هند په پاكستان كښې رياستي ترهه ګري كوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اروپائي ائتلاف هېوادونو خارجه وزيرانو سره په رابطه كښې دے۔وياند ووئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو لړۍ او د مېرمنو پشمول د ټولو كشميريانو په ضد ظلمونه روان دے۔ده ووئيل په يوكرين كښې 7 زره پاكستانيان مېشته دي چې پكښې درې زره زده كوونكي دي٬زياتره پاكستانيان ګاونډيانو هېوادونو ته منتقل شوي٬د تېرو 9 ورځو څخه په يوكرين كښې د پاكستان سفارتخانه د پاكستانيانو انخلا له شپه او ورځ كار كوي٬ 1453 پاكستانيان هنګري٬رومانيه او پولينډ ته منتقل شوي دي