پي آئي اے به د مئي 31مې نيټې څخه حج آپرېشن پېل كړي٬ د حج عمليات به د اسلام آباد پېښور٬ لاهور٬ كوئټه او كراچۍ سره سره فېصل آباد٬ سيالكوټ او ملتان څخه كېږي۔ دهوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ته بريفنګ

image

لاهور 23 مئي (اے پي پي) د پي آئي اے منصوبې له مخې د مئي 31مې نيټې څخه به حج عمليات پېل كېږي او دا عمليات به د اسلام آباد٬ پېښور٬ لاهور٬ كوئټه او كراچۍ سره سره فېصل آباد٬ سيالكوټ او ملتان څخه كېږي۔ د پي آئي اے وياند له مِخې انتظاميې په دې لړ كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ته په اهمو چارو بريفنګ وركړو ٬ په دې مهال په حج آپرېشن، مذهبي زيارتونو او په ځائي كچه او بهرنيو هېوادونو كښې سېلګرۍ ته په وده وركولو او په فضائي بېړه كښې د اضافې په شمول په نورو مهمو چارو هم خبرې وشوې۔ دوياند له مخې د حج پروازونه به جده او مدينې منورې ته ځي او عمليات به د پي آئي اے د 297 پروازونو دلارې د 31 مئي نه تر 14 اګست جاري وي۔ په دې موقع وفاقي وزير امر وكړو چې اضافي الوتكې په بېړۍ كښې شاملېدو سره به حج عملياتو ته وده ترلاسه شي او د نېټ ورك په پراختيا كښې به مرستياله وګرځي۔ د هوا بازۍ وزير خواجه سعد رفيق پي آئي اے ته امر وكړو چې د كارګو څانګې ته دې خاص پام وكړې شي او د دې ودې لپاره دې په كوټلې اقداماتو مشتمل سفارشات وړاندې كړې شي

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں