عمران نيازي دې په پرانستې غوږونو واوري چې كه چغې وهې او كه ژاړې د ټاكنو پرېكړه به حكومت او اتحاديان كوي٬ د عمران خان په 25 مئي د لانګ مارچ اعلان آئي اېم اېف سره په مذاكراتو نوې بريد دے٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران نيازي دې په پرانستې غوږونو واوري چې كه چغې وهې او كه ژاړې د ټاكنو پرېكړه به حكومت او اتحاديان كوي٬ عمران خان كه ټاكنې كول غوښتل نو هغه وخت به يۍ كړې وې كله چې دې اقتدار پورې نخښتې وو٬ اوس دې د ټاكنو په اړه هېڅ اختيار نه لري۔ د اتوار په ورځ په يو بيان كښې دې ووئيل څلور كاله هېواد او اولس لوټ كوؤنكې په 25 مئي يو وارې بيا د لوټ مار نوې ايجنډې سره راروان دې۔ دې ووئيل په څلور كاله كښې قرض 45 زره اربه روپو ته رسوؤنكې اسلام آباد ته څه له راروان دې۔ دې ووئيل د عمران نيازي تر ټولو زياتې ګرانۍ اولس ته زيات زيان رسولې دې٬ ده د يو كروړ ملازمتونو او 50 لكه كورونو جوړولو د دروغو وعدې وكړې٬ ګراني يۍ 16 فيصده ته ورسوله٬ نن په كوم مخ اسلام آباد ته راځي۔ دې ووئيل په 25 مارچ به آئي اېم اېف سره مذاكرات پېل شي او د عمران خان د لانګ مارچ اعلان په دې نوې بريد دې

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں