د كراچۍ ترهه ګرۍ بريد ځپليو لپاره په خارجه دفتر كښې دستوره وشوه

image
APP30-140522 ISLAMABAD: May 14 - Chairman Pakistan Peoples Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari addressing a condolence reference regarding the death of a Chinese resident in a suicide attack in Karachi at Foreign Affairs Office. APP

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د كراچۍ په پوهنتون كښې د اپرېل په 26مه نېټه د ترهه ګرۍ بريدونو ځپليو كسانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې يوه دستوره وشوه۔د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې د چين درې وګړي او د دوي پاكستانے ډرائيور خالد نواز د ډيوټۍ په مهال د خپل ځان قرباني وركړې۔په دستوره كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬اسلام آباد كښې د چين ناظم الامور پانګ چنكسو٬سينئر چينائي وګړي او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون كولو۔په دستوره كښې خارجه سېكرټري سهيل محمود او د خارجه وزارت افسرانو هم ګډون كولو۔خارجه وزير د چين استاذانو لازواله قربانۍ په ياد كښې په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د غمرازۍ په كتاب كښې ئې خپل تاثرات درج كړل۔په دې موقع د وېنا كولو په مهال د چين ناظم الامور په دستوره كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ده د بزدلانه بريد په ضد د ټول پاكستانې قام لخوا د يو والي او ملاتړ څرګندونه وستائېله۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د چين او پاكستان دوستۍ ته په وده وركولو كښې د چينائي وګړو قرباني به بې ځايه لاړه نه شي٬د پاكستان او چين په ستراتېژېكي شركت هر يو بريد به ناكامۍ سره مخ كېږي۔دستورې ته خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په خپله وېنا كښې د كراچۍ د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه وكړه۔ده د پېښې د پلټنو او ذمه وارو د قانون منګلو ته سپارلو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ده د دې عزم څرګندونه هم وكړه چې د پاكستان او چين دوستۍ ته د زيان رسولو به اجازه ورنه كړې شي۔خارجه وزير ووئيل د دې افسوس ناكې پېښې باوجود د پاكستان او چين دوستي به قائمه وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں