سي پيك د هېواد د پرمختګ پروژه ده، كوم رفتار سره چې په 2018 كښې كار پرېښودلې شوې ؤ،ګوادر كښې به هغه رفتار سره بيا پيل كولې شي، ګوادر كښې ټرانسميشن لائن پروژې به زر تر زره بشپړولې شي،د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ګوادر پوهنتون كښې زدكونكو ته وينا

image

ګوادر 17مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سي پيك د هېواد د پرمختګ پروژه ده،علم او تحقيق او جستجو سره نړۍ كښې پرمختګ ممکن دې،كوم رفتار سره چې په 2018 كښې كار پرېښودلې شوې ؤ ،ګوادر كښې به هغه رفتار سره بيا پيل كولې شي ، ګوادر كښې به د ټرانسميشن لائن منصوبې زر تر زره بشپړولې شي، د ګوادر زدكونكو له به سکالرشپ وركولې شي۔د نهې په ورځ ګوادر پوهنتون كښې زدكونكو ته خپله و ينا كښې ده ووئيل سي پيك د هېواد د پرمختګ پروژه ده۔تير حکومت سي پيك متنازعه جوړولو هڅه كړي۔مونږ د پرمختيائي پروژو سره سره په اولس خرڅ كوو۔د سي پيك کے منصوبه د موجوده حکومت ترجيحات كښې شامل ده۔ ګوادر كښې تاسو ته 4 يا 5 كاله پس د مخاطب كيدو موقع ترلاسه شوې۔تير دور كښې د ګوادر د پرمختګ عمل تندولو لپاره مو كار كړې ؤ۔ ده ووئيل مونږ په ګوادر كښې هائير ايجوکيشن له اهميت وركړې۔ كه تعليم نه وي نو د پرمختګ عمل به ودريږي۔ هڅه كوو چې په دوه درې كلونو كښې د پوهنتون کيمپس بشپړ شي۔ دا پوهنتون به سينټر آف ايکسيلينس جوړولې شي۔ بلوچستان ته په سيمه كښې ښه حيثيت ترلاسه دې۔د تعصب او عصبيت سوچ مقابله د علم سره كيدې شي۔ده ووئيل اختلاف د تشدد سره نه ، مکالمے سره حل كولو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير ووئيل د برېښنا او اوبو پروژې پيل شوې،مونږ هيله لرله چې دا به بشپړ شي، خو د افسوس سره وايم چې زمونږ پيل شوې منصوبے هم تاخير ښكار شوې۔كال 2017 كښې ګوادر كښې د ډيمز منصوبې پيل شوې خو تير حکومت غفلت سره دا ډيمز تاخير ښکار شوې۔ اسلام آباد ميټرو منصوبه څلور كاله غير ضروري تاخير ښکار شوې،مونږ په لسو ورځو كښې هغه روانه كړه۔په كوم رفتار سره چې په 2018 كښې كار پرېښودلې شوې ؤ ،ګوادر كښې به هغه رفتار سره بيا كار پيل كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں