د پاكستان تحريك انصاف نه ځانله بل كوم ګوند په 1100 چوكو خپل كانديد اودرولې نه شي٬ په پنجاب كښې به د پي ټي آئي ن ليګ او سندھ کښې پي پي پي سره اصل مقابله وي٬چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔17دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي عمران خان په ګرد هېواد كښې ووټ بېنك لرونكې يواځينې لارښود دے٬ د پاكستان تحريك انصاف نه ځانله بل كوم سياسي ګوند په 1100 چوكو خپل كانديد اودرولې نه شي٬ په پنجاب كښې به د پي ټي آئي ن ليګ او په سندھ كښې د پي پي پي سره اصل مقابله وي ٬ د پاتې نورو كانديدانو هېڅ حېثيت نشته۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د سياسي منظرنامې حوالې سره په ټويټر سپېس ټويټر صارفين سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر د ټويټر صارفينو د پوښتنو ځوابونه وركړل٬ د پروګرام په پیل كښې هغه په خپل سياسي ژوند رڼا واچوله۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل چې د پاناما کېس نه وروستو په سياست كښې زيات بدلون راغلې ٬ مونږ ن ليګ په ډاګه كړې ٬ كله هم چې د نواز شريف يا مريم كېس رامخې ته كېږي نو دې نه وړاندې كوم آډيو يا وډيو ټېپ ليك كېږي چې مقصد ئې په عدالتونو فشار اچول دي۔ د مريم نواز د كېس وروستنۍ اورېدنه په 17م ځل وځنډولې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل عمران خان په پاكستان كښې ټو پارټي سسټم مات كړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د فېك نيوز په ضد بايد ګام پورته كړې شي٬ په دې اړه مو بل تيار كړې ٬ د ميډيا د احتجاج باوجود دا بل ځنډ سره مخ دې۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زمونږ هڅه ده چې په افغانستان كښې صورتحال پياوړې شي٬ 40 لكه افغان وګړي د وړاندې نه دلته موجود ي ٬ زمونږ معيشت نور بوج زغملې نه شي٬ او آئی سی کنفرنس كښې به د افغانستان په صورتحال غور كېږي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو ووټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اوورسیز پاکستانیانو له نادرا يو اېپلي كېشنز تياروي چې لمخې به ئې د هغوي د ووټ تصديق كولې شي ٬ په دې كار روان دے ٬ په درې مياشتې كښې به دا كار بشپړ شي۔ د اطلاعاتو په وزارت كښې د ډیجیټلائزېشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پی ټی وی سپورټس ډیجیټل كولې شي٬ راروان پي اېس اېل سيريز څخه وړاندې به پي ټي وي سپورټس ډيجيټل كړې شي۔ اے پی پی مو د رائټرز او اېف اېف پي په ډول ډیجیټل نیوز ایجنسی جوړه كړه٬ ډېر زر به پی ټی وی فلم پېل كړؤ۔ د ټويټر صارف عمران راجه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د ميډيا ځينې ډلې دا نه غواړي چې ميډيا رېګولېشنز اوكړې شي ٬ كه په میډیا ګروپس لندن كښې جرمانې وي نو هغه ادا كوي خو كه مونږ جرمانې او رېګولېشنز رامخې ته كړو نو د ميډيا دا ګروپس احتجاج پېل كړي۔ هغه ووئيل د رېګولېشنز نه غېر هېواد مخ په وړاندې تللې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د فېس بك دفتر په پاكستان كښې د پرانستلو په اړه خبره وكړی شوه نو دلته زمونږ په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ په پاكستان كښې فېس بك ٬ ټوېټر او د یو ټیوب په شمول نور سوشل میډیا پلېټ فارمز لپاره زيات بزنس دې خو دې باندې كوم چېك نشته۔ هغه ووئيل په كال 2018ﺀ كښې مې اېف بي آر ته خط ليكلې وو چې په ډیجیټل اېډورټائزنګ تندۍ سره كار روان دے۔ هغه ووئيل نيويارك ټائمز مو اسلام آباد ته بېرته راوستلې٬ د اے پي دفتر دلته موجود دے ، ډی ډبلیو د خپل دفتر بيا پرانستلو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ بلوچستان څخه د سپورټس د يو لوبغاړي فاروق پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ګرد هېواد څخه د ټېكس پېسه جمع كېدو نه وروستو د يوې فارمولې د لارې صوبو ته منتقل كېږي، 700 ارب روپۍ وفاقي حكومت بلوچستان ته د خپلې برخه نه اضافي وركړې او 600 اربه روپۍ ورته د خپلې برخې وركړې شوې٬ دا رقم په بلوچستان كښې لوبو ٬ او د سكولونو او روغتيا آسانيو لپاره وركړې شو۔ هغه ووئيل د 18 م آئيني بدلون نه ورستو د فېډرېشن عمل دخل په صوبائي معاملو كښې كم شوې ٬ د بلوچستان لوبغاړي دې د خپل وزيراعلی او د اسمبلۍ غړو نه پوښتنه كوي۔ په پنجاب كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په ډاګه كړې چې بلدیاتی ټاكنې به نېغ په نېغه كولې شي او په دې لړ كښې فاور فل ماډل وركړې شوې دې٬ د دې نظام لمخې به په اولني ځل سياسي ګوندونه ګراس روټ لېول ته راشي۔ وېلج كونسلز او نېبرهډ كونسل كښې به 13 ٬ 13 كانديدانو ته سياسي ګوندونه ټكټ وركوي۔ هند سره د اړيكو په اړه هغه ووئيل هند سره كومې اړيكې نشته٬ د مودي هندوتوا نظريې ټوله سيمه ځپلې شوې ده ٬ نرېندر مودی شدت خوښۍ ته وده وركوي۔ د پنجاب اسمبلۍ حلقه 206 ضمني ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په دې ضمني ټاكنو كښې چې ټی اېل پی څومره پېسه مصرف كړې او څومره كمپائن ئې چلولې د هغې په مقابله كښې ئې كم ووټ ترلاسه كړي دي ٬ پي پي پي هم 15 زره ووټونه ترلاسه كړي دي۔ هغه ووئيل عمران خان په ګرد هېواد كښې ووټ بېنك لرونكې يواځينې لارښود دے۔ د پاكستان تحريك انصاف نه ځانله بل كوم سياسي ګوند په 1100 چوكو خپل كانديد اودرولې نه شي٬ په پنجاب كښې به د پي ټي آئي ن ليګ او په سندھ كښې د پي پي پي سره اصل مقابله وي ٬ د پاتې نورو كانديدانو هېڅ حېثيت نشته۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د كورونا وبا نه وروستو د ګردې نړۍ معيشتونه سخت وځپلې شول ٬ پاكستان هم د نړۍ برخه ده٬ د تېرو لس كلونو په مهال چې نواز شريف او زرداري كومې قرضې اخستې دي د هغې بېرته وركولو د لاسه معاشي ستونزې رامخې ته شوې٬ مونږ چې د كورونا وائرس وبا په كوم ډول مقابله وكړه نړۍ د هغې ستائنه وكړه۔ د كورونا وائرس باودجود زمونږ معيشت 5 فيصده شرحې سره پرمختګ كوي۔ زرعی معیشت ته د روان كال په مهال 400 اربه روپۍ وركړې شوي دي٬ په مجموعي توګه 1100 اربه روپۍ معيشت ته منتقل كړې شوې۔ هغه ووئيل په ښارونو كښې تنخواه داره طبقه مسئلو سره مخ ده ولې كسان ٬ مزدور او نورو څانګو كښې صورتحال ښه دې۔ د سوشل ميډيا په اړه هغه ووئيل دوه كروړه كسانو سره موبائل فون دې ٬ په سمارټ فون كښې تندۍ سره اضافه روانه ده۔ د ميډيا پوهنتون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د میډیا پوهنتون جوړولو له 2018 كښې كار پېل كړې شو٬ د دې مقصد دا وو چې مونږ د ميډيا په څانګه كښې خلكو ته د عصري ټېكنالوجۍ تربيه وركړې شؤ۔ هغه ووئيل په نړۍ كښې په لائټس او ساؤنډز كښې خلكو پي اېچ ډي كړې ده ولې مونږ داسې خلك تر لرې لرې نه لرؤ۔ په دې څانګه كښې پرمختګ لپاره مو د ميډيا پوهنتون جوړولو آئيډيا وركړه۔ د ډی ټی اېچ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ډی ټی اېچ لپاره يو لائسنس جاري كړې شوې دې ٬ اوس د کېبل او آئی پی ټی وی دور دې٬ په ډی ټی اېچ كښې د كومې لويې سرمايه كارۍ توقع لرلې كېدې نه شي ، مونږ كېبل ډيجيټلائز كوؤ٬ آئي پي ټي وي به د دې ځائې واخلي۔

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں