اشك آباد 28 نومبر (اے پي پي﴾ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امن او استحكام بحالي به زمونږ متفقه د بنيادي ودانې او انضمام پروژې زر د عملي كېدو جوګه كړي، بايد مونږ ټول د اسلاموفوبيا د زياتېدونكې چپې خاتمې لپاره كار وكړو، اسلاموفوبيا يوه سنګينه مسئله جوړه شوې ده، ګلوبل وارمنګ يوه مهمه مسئله ده، په تودوخه كښې كمې راوستلو لپاره دې پرمختللي هېوادونه خپل كردار ترسره كړي، افغانستان څلوېښت كاله جنګ سره تېر كړي دي، په افغانستان كښې امن ډېر ضروري دے، په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره اسلامي امت ته په ګډه د كار كولو ضرورت دے، پاكستان د 35 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي، د كورونا په وجه د ټولې نړۍ معيشت ځپلې شوې، د كورونا وبا له امله په نړيواله كچه ګراني راغلې. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي دا خبرې د اتوار په ورځ په اشك آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم ﴿اي سي او﴾ د مشرانو 15مې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې د تجارتي او اقتصادي روابطو وده د وخت مهم ضرورت دے، د ايكو پلېټ فارم به د اقتصادي روابطو په وده كښې مرسته وكړي. ده ووئيل چې د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو معيشتونو د روابطو وده ضروري ده چې دغسې په سباٶن كښې په ګډه وړاندې تګ وكړے شي. ده ووئيل چې د اېكو غړي هېوادونه ډېر وسائل لري، مونږ شريك كلتور، ورثه او مذهب لرو. صدر مملكت ووئيل چې د ايكو غړي هېوادونه د تجارت، سرمايه كارې، فنانس، وېليو چېن او سماجي روابطو پشمول د بېلا بېلو څانګو په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي. ده ووئيل چې د ايكو هېوادونو شريك تجارت د دوي د مجموعي تجارت د 8 فيصد مساوي دے په دې كښې د اضافې ضرورت دے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د اېكو وژن 2025 او اسلام آباد اعلاميه به عملي كول وي چې دغسې ايكو ټرېډ اېنډ ډوېلپمنټ بنك او ري انشورنش كمپني جوړېدو سره خپلواكي ترلاسه كړې شي. ده ووئيل چې د شريكو روابطو ودې لپاره د بنيادي ودانې پرمختګ لپاره اقدامات ضروري دي. صدر مملكت ووئيل چې په افغانستان څلوېښت كاله په جنګ كښې تېر كړي دي او د جنګ بندې نه پس هلته انساني او معاشي ستونزې دي. ژمې راغلو ځكه هلته په بحران كښې د اضافې اندېښنه ده. ده ووئيل چې اسلامي امت دې د افغانستان پرمختګ، امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي ځكه چې په افغانستان كښې امن او استحكام ټولې منطقې لپاره ضروري دے. ده ووئيل چې مونږ ته به په ګډه د افغانستان معاشي پرمختګ لپاره كردار ترسره كول وي ځكه چې په افغانستان كښې امن او استحكام د منطقې ترمېنځه د روابطو ودې لپاره ضروري دے. صدر مملكت ووئيل چې مسلمانان هېوادونه د مهاجرينو كوربتوب كوي او پاكستان په دې وخت كښې د 35 نه تر 40 لكه مهاجرينو كوربتوب كوي يو تعجب دے چې د بشري حقونو درس وركوونكي هېوادونه كډوال خپلو هېوادونو ته نه پرېږدي. ده ووئيل چې مونږ ته به نړۍ ته دا سبق وركول وي چې په اخلاقياتو دې عمل باوري كړے شي. ده ووئيل چې اسلامي امت دې په ګډه په نړيوال سوچ كښې بدلون لپاره وړاندې راشي چې دغسې د اسلاموفوبيا د چپې خاتمه وشي. د كورونا وائرس په حواله د قوي معيشت په اړه صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په پاكستان كښې د سمارټ لاك ډاٶڼ حكمت عملې او غريبانو سره د اربونو روپو مرستې معيشت بحال ساتلے. ده ووئيل چې د نړۍ په زياتره هېوادونو كښې د ګرانې مسئلې دي او صارفين په بېعو كښې اضافې سره مخ دي خو زمونږ حكومت د غريب طبقې مرستې لپاره اقدامات كوي. ده نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې د غريب او كم پرمخ تلليو هېوادونو لوټ كړې شوې رقم امير هېوادونو ته د رسولو مخ نيوې وكړي او زمونږ غلا كړې شوې ا ثاثې دې مونږ ته ستنې كړې شي.