د مهمو ادارو نظام او د شمېرو تحفظ لپاره د سائبر سېكورټي په اړه د كار استعداد زياتول ډېر ضروري دي ، د صدر ډاکټر عارف علوي د سائبر وائر فېئر اېنډ سکيورټي په حقله د كلن نړيوال كنفرنس ته وېنا

image
APP08-231121 ISLAMABAD: November 23 – President Dr. Arif Alvi addressing the International Conference on Cyber Warfare & Security. APP

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د مهمو ادارو نظام او د شمېرو تحفظ لپاره د سائبر سېكورټي په اړه قامي استعداد كار زياتول ډېر ضروري دي ، د محفوظ ډيجيټل ايکو سسټم وژن سره به په هېواد كښې سماجي او معاشي پرمختګ راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سائبر وائر فېئر اېنډ سکيورټي پحقله د دوېم كلن نړيوال كنفرنس دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كوم اهتمام چې د اېئر يونيورسټۍ د نېشنل سينټر فار سائبر سکيورټي كړے ؤ چې مقصد ئې د جديدو خطرو مخنيوے او د سائبر سکيورټي قوي كولو لپاره تګلارې لټول دي۔ ده ووئيل د سائبر برېدونو په خاص توګه د هېواد د توان٬ دفاع او په مالياتي بنيادي ډهانچو د سائبر خطرې كمولو لپاره په قامي كچه پېشه ور او سلوشنز لټول مهم دي۔ ده ووئيل په سائبر سکيورټي كښې مستحکم صلاحيت ترلاسه كول په دواړو دفاعي او جارحانه لائحه كښې د اهميت وړ دي ځكه چې نړۍ په تندۍ سره په ټېكنالوجۍ كښې پرمختګ كوي ۔ ده ووئيل د محفوظ ډيجيټل ايکو سسټم وژن سره به په هېواد كښې سماجي او معاشي ترقي راشي، د غېر ملكي ډلو لخوا د حساس معلوماتو غلا او د سركاري وېب پاڼې هېك كولو اطلاعاتو نه پس پرمختګ كړو او پرمختګ كوٶنكو خپل هېوادونو پام سائبر سپېس پلو ګرځولے۔ ده ووئيل په سباٶن كښې چې كمپيوټر څنګه په تندۍ سره ترقي كوي٬ هر هېواد لپاره به خپل هارډ وېئر او سافټ وېئر نه غېر د خپل هېواد ډېټا محفوظول ډېر ګران شي۔ ده ووئيل سائبر برېدونو څخه د هېواد په انفراسټرکچر اثرات پرېوتې شي او معيشت ړنګېدے شي٬ د سائبر سکيورټي پحقله د شعور پېدا كولو پحقله ده ووئيل پاکستان د سائبر سکيورټي چېلنج مخنيوي لپاره ګرېجوېټس او صلاحيت لرونكي انساني وسائلو ته زياته اړتيا لري۔ صدر د پاك فضائيه د هلو ځلو ستائنه وكړه څوك چې د موثره سائبر طاقت په توګه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د پي اے اېف او د هائر اېجوكېشن كمېشن په مرسته اكېډمي جوړولو څخه به محفوظ او د پائيدار قومي سائبر سكيورټي مهم سنګ ميل سر كولو له مرسته ترلاسه شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل پاكستا د سياست٬ صنعت او كلتور پشمول په ټولو څانګو كښې د هر ډول سائبر برېدونو مخنيوي لپاره خپل حدود محفوظولو ته اړتيا لري ۔ په دې موقع د پي اے اېف ډائرېكټر جنرل اېئر وائس مارشل عباس ګھمن او نورو هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې صدر ډاکټر عارف علوي د نېشنل سائبر سکيورټي اکيډمي پرانسته هم وكړه۔ د دې نه پس صدر د پاك فضائيه مشر اېئرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د صنعتي نندارتون دوره وكړه او د سائبر فرانزك ټول کټس، سکيور کميونيکېشن فريم ورك، د سېنسرز د لارې د ريموټ مانيټرنګ او د انټرنيټ سکيورټي او پرائيويسي لېبز پشمول په نورو مصنوعاتو كښې ئې خوښي ولرله

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں