او آئي سي د كشمير مسئلې سپېځلي حل لپاره فعاله كردار لوبولې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image
APP21-181221 ISLAMABAD: December 18 – His Excellency Dato' Saifuddin Abdullah, Minister Of Foreign Affairs Of Malaysia in a meeting with Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at Ministry Of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان د اسلامو فوبيا٬ امن او سلامتيا او د شخړو هواري لپاره د او آئي سي د موثره كردار غوښتنه كوي ، د 57 اسلامي هېوادونو آواز لرونكې او آئي سي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سپېځلې حل لپاره موثره كردار لوبولې شي۔ دا خبرې وفاقي وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره راغلے د ماليزيا خپل همڅمنګ سېف الدين عبدالله سره وكړې چا چې د خالي په ورځ پلاوي سره په خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزير خارجه په دې موقع ووئيل پاکستان ماليزيا سره اقتصادي، تجارتي، دفاعي، تعليمي، د سېلګرۍ، او سائنس په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ هغه ووئيل د مهمو نړيوالو چارو پحقله په نړيوال فورمز د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه نقطه نظر كښې مماثلت خوشبينه دے۔ خارجه وزير د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د اولس په كچه د رابطو ودې لپاره په سفري بندېزونو د نظرثانۍ په ضرورت زور رواړو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او آئي سي د اسلامي نړۍ مستحكم آواز بلي٬ پاكستان د اسلامو فوبيا٬ امن او سلامتيا او د شخړو هواري لپاره د او آئي سي د موثره كردار متقاضي دے۔ ده ووئيل د څلوېښت كالو د جنګ جګړو نه پس افغانستان كښې د امن يو اميد راښكاره شوې دې٬ په افغانستان كښې رامخې ته شوې د انساني بحران مخنيوي لپاره په سمدستي توګه كه اقدامات ونه كړې شول نو د دې مض اثرات ګاٶنډي هېوادونه٬ منطقه او ګرده نړۍ متاثره كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير په كشاله د پرله پسې او بشپړ ملاتړ په كولو د او آئي سي مننه كوٶ۔ د ماليزيا خارجه وزير سېف الدين عبدالله په تود هركلي كولو او د زړه د اخلاصه په كوربتوب كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں