وزيراعظم عمران خان د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع پیغام

image

اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د دسمبر په 19مه نېټه كال 2021 په اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډې كوربتوب كول د پاكستان لپاره د خوشحالۍ موقع ده۔په دې غونډه كښې به د افغانستان د خراب صورتحال او په خاص توګه انسانيت ته د پېښو چېلنجونو جاج اخستلې شي او د افغانانو مرستې لپاره به داسې اقدامات تجويز كوي د كومو چې د نړيوالې ورورولۍ د اړخه مرستې ته اړتيا ده۔ د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل افغانستان دا مهال انساني بحران سره مخ دے كه په وخت مرسته ونه كړې شوه نو دا بحران د معاشي تباهۍ سبب ګرځېدې شي او په نتيجه كښې به يې په سيمه كښې عدم استحكام پېدا شي۔وزيراعظم ووئيل او آئي سي يو اجتماعي غږ جوړیدو سره په سمدستي توګه د افغانانو سماجي او اقتصادي حاجت پوره كولو كښې مرسته كولې شي۔هيله لرو چې او آئي سي به خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو٬نمائندګانو او نورو پلاويو په غونډه كښې په ګډون كولو هركلے كوو

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں