په قامي اسمبلۍ كښې ضمني مالياتي بل وړاندې كړې شو٬د پي ټي آئي په دور كښې د عام تن په آمدن كښې كمې شوې۔اسحاق ډار

image

اسلام آباد 15فروری(اے پی پی)ضمني مالياتي بل 2023 په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شو۔ په دې موقعه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)حكومت په مهال په مجموعي قامي پېداوار كښې د 112 ارب ډالر اضافې په مقابله كښې د پخواني حكومت د نااهلۍ په سبب قامي پیداوار كښې يوازې 26 ارب ډالر اضافه شوې٬د پي ټي آئي ناقص پالېسۍ په سبب معيشت ته زيان رسېدلې٬د پي ټي آئي په دور كښې د عام وګړي په آمدن كښې كمې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د سپليمنټري فنانس بل وړاندې كولو په مهال وكړه۔د خزانې وفاقي وزير د سپليمنټري فنانس بل وړاندې كولو سره ووئيل چې په بل د معزز ايوان باور ترلاسه كول غواړم۔ اسحاق ډار ايوان ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د پخواني حكومت د نااهلۍ دلاسه مجموعي قامي پېداوار كښې 26 ارب ډالر اضافه شوې٬اسحاق ډار ووئيل چې د پي ټي آئي په دور كښې د عام وګړي په آمدن كښې كمې شوې۔ده ووئيل چې د نواز شريف په دور كښې مجموعي قامي پېداوار كښې 112 ارب ډالر اضافه شوې٬د نواز شريف په دور كښې معيشت د نړۍ 24 م نمبر ته راغلې وو٬په كال 2022 كښې پاكستان د نړۍ 47م معيشت جوړ شوې۔پاكستان اسټاك ايكسچېنج په سوئېلي آسيا كښې په وړومبې نمبر وو٬په ګرانۍ كښې د اضافې شرح 2 فيصده وه۔ اسحاق ډار ووئيل چې د سازش د لارې د نواز شريف حكومت اخوا كړې شوې۔د نواز شريف په دور كښې پاكستان جي 20 هېوادونو كښې شاملېدو پلو روان وو۔د خزانې وزير غوښتنه وكړه چې د معاشي وروستو والي اسباب معلومولو لپاره دې قامي كمېشن جوړ كړې شي

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں