شهباز شريف قصداً د منصوبه بندې له مخې سلمان شهباز ته د پاكستان نه د فرار كېدو اجازه وركړې، د لږ كرپشن نه كولو دعوی كوونكي د اربونو روپو په كرپشن كښې ككړ ووتل. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې شهباز شريف قصداً د منصوبه بندې له مخې سلمان شهباز ته د پاكستان نه د فرار كېدو اجازه وركړې، د لږ كرپشن نه كولو دعوی كوونكي د اربونو روپو په كرپشن كښې ككړ ووتل. په خپل يو ټويټ كښې وزير مملكت ووئيل چې شهباز شريف دې مفرور سلمان شهباز بېرته پاكستان ته راولي او هغه دې عدالتونو ته وړاندې كړي. فرخ حبيب ووئيل چې ن ليګ دې د قوم د لوټ كړې شوي دولت حساب وركړي. وزير مملكت ووئيل چې د كال 2008م نه تر كال 2018م شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی و، حمزه شهباز او مفرور سلمان شهباز د خپل شوګر ملونو د چپړاسيانو او كلركانو په نوم 28 خفيه اكاٶنټس جوړ كړي دي. ده ووئيل چې د دې خفيه اكاٶنټس د لارې 16 اربه روپې زياتې ناجائز دولت او كرپشن پټ كړے شوے. وزير مملكت ووئيل چې د لږ كرپشن نه كولو دعوی كوونكي د اربونو روپو په كرپشن كښې ككړ ووتل

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں