اسلام آباد 20 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې موسمياتي بدلون د ټولې نړۍ مسئله ده، وزيراعظم عمران خان د خېبر پښتونخوا څخه د بلين ټري سونامي پروګرام پېل كړے، موسمياتي بدلون د ټولې نړۍ مسئله ده، ليډر هغه وي څوك چې د ټاكنو نه بلكې د خپلو نسلونو فكر لري، وزيراعظم تل د ماحول ښه كولو او د راتلونكو نسلونو د سباٶن محفوظ كولو خبره كړې، په تېر وخت كښې چا هېواد كښې د ماحول ښه كولو فكر نه دے كړے، نن به په 25 زره اېكړه زمكه 20 زره بوټي نال كولې شي، په جهلم كښې لس نيم زره اېكړه زمكه ځنګل لپاره بېله كړه شوې ده، زمونږ كروندګر د خپلو فصلونو پوره بېعه ترلاسه كوي، په زرعي معيشت كښې بهتري راغلې، زمونږ صنعتونه پرمختګ كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په جهلم كښې د بلين ټري سونامي پروګرام له مخې د مېګا پلانټېشن ورځې په اړه جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دستوره كښې د بلغاريه سفيرې، ځائي چارواكو او د سيمې خلقو ګډون وكړو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې په پاكستان كښې كله هم چا د ماحول بهترې سوچ نه و كړے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د خېبر پښتونخوا څخه د بلين ټري سونامي پروګرام پېل كړے، موسمياتي بدلون د ټولې نړۍ مسئله ده، ليډر هغه وي څوك چې د ټاكنو نه بلكې د خپلو نسلونو فكر لري، وزيراعظم تل د ماحول ښه كولو او د راتلونكو نسلونو د سباٶن محفوظ كولو خبره كړې، په تېر وخت كښې چا هېواد كښې د ماحول ښه كولو فكر نه دے كړے. ده ووئيل چې نن به په 25 زره اېكړه زمكه 20 زره بوټي نال كولې شي، په جهلم كښې لس نيم زره اېكړه زمكه ځنګل لپاره بېله كړه شوې. ده ووئيل چې زمونږ كروندګر د خپلو فصلونو پوره بېعه ترلاسه كوي. ده ووئيل چې په زرعي معيشت كښې بهتري راغلې، زمونږ صنعتونه پرمختګ كوي. دستورې ته د بلغاريه سفيرې هم وېنا وكړه او وې وئيل چې هغه په دستوره كښې په ګډون كولو ډېره خوشحاله شوې ده. د دستورې نه پس د اطلاعاتو وفاقي وزير بوټې نال كولو سره د 20 زره ونو نال كولو پروژې پېل كړه.