اسلام آباد27اکتوبر (اے پي پي)صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د جمو و کشمير شخړې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې سوله ايزه هوارې په منطقه كښې د امن باوري كولو لپاره يواځنۍ لاره ده٬ د هند د ادعاګانو برعكس جمو و كشمير په نړيواله كچه يوه منلې شوې شخړه ده كومه چې د اووو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجندا پرته ده، پاکستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې ھغوي دې په هندي مقبوضه كشمېر كښې هند د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو ذمه وار او ځواب وركوٶنكې ګرځولو لپاره اقدامات وكړي، د پاكستان ټول قام به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق په سپېځلې هڅو كښې د كشميري وروڼو خوئندو سره ولاړ وي۔ د تورې ورځ په موقع كومه چې د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې (نن) د شورو په ورځ لمانځلې شي خپل پېغام كښې صدر ووئيل د نن نه 74 كاله وړاندې د اكتوبر په 27مه نيټه كال 1947 كښې هند د غېر قانوني مداخلت د لارې په جمو و كشمير په غېر قانوني توګه قبضه وكړه او په ھغه وخت پېل كړې شوې ظلم او جبر تر ننه جاري دې۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل هند په پنځم اګست كال 2019 كښې كشميريان د خپل معاشي٬ سياسي او زمكيزو حقوقونو نه محرومولو سره د مقبوضه كشمير آبادياتي ډهانچه بدلولو لپاره غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام پورته كړې كوم چې د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده او پاكستان به دا غېر قانوني اقدامات نه قبولوي۔ ده ووئيل د جمو و کشمير شخړې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې سوله ايزې هوارې په منطقه كښې امن باوري كولو لپاره يواځنۍ لاره ده، پاکستان مېړنو كشميريانو ته په استقامت او په مضبوطه جذبه پېرزوئنې وړاندې كوي۔