افغانستان سره د تګ راتګ په ځایونو کښې ناکافي اسانۍ د سوداګرۍ په بهاؤ كښې لوي خنډ دې٬ مياں كاشف اشفاق

image

اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز پاکستان چېپټر لائف ممبر میاں کاشف اشفاق د پاكستان او افغانستان ترمينه د تجارت زياتولو په لاره كښې دوه خنډان په ګوته كړي دي۔ د ګل په ورځ د وقاص انجم په مشرۍ كښې برآمد او درآمد كنندګانو سره خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان كښې د طالبانو حكومت جوړېدو نه څو ورځې وړاندې په اولني ځل د کنړ چېمبرآف کامرس 10 كسيزه پلاوي د طورخم بارډر كراسنګ پوائنټ دوره وكړه دغسې چې د تجارت په بهير كښې خنډان په سمدستي توګه لرې او سيمه ايزو اقتصادي رابطو ته ودره وركولو له تګلاره جوړه كړې شي۔ هغه ووئيل دوه كوچني سكېنرز او ناقص انفراسټركچر د تجارت په بهير كښې لويې خنډان دي چې په سبب ئې زيات رش جوړېږي۔ میاں کاشف اشفاق ووئيل وزيراعظم عمران خان پاكستان ته زياته اهميت وركوي او د پي ټي آئي حكومت به غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره بزنس فرېنډري پالېسي روانه ساتي دغسې چې درآمد او برآمد كنندګانو ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركړې شي

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں