اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاكستان برطانيه سره خپلو اړيكو ته خاص پاملرنه كوي او د دوه اړخيزه ګټې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ هغه دا خبره د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې لارډ واجد خان سره ملاقات كښی وكړه۔ صدر هغه د پاكستان سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ په اړه خبر كړو چې ورسره د کووډ۔ 19 په وبائي رنځ كاميابۍ سره قابو وموندلے شو۔ هغه د تېرو 20 كلونو په مهال د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په كاميابو هم رڼا واچوله۔ د افغانستان په صورتحال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل پاکستان د 12 زره نه زيات افغان او غېر ملكي وګړو افغانستان څخه وتلو كښې مرسته كړی ده۔ هغه ووئيل پاكستان د تېرو 4 لسيزو نه نزدې د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ دې سره سره پاكستان د افغانستان بيا ودانۍ او پرمختګ كښې هم د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔ صدر عارف علوي لارډ واجد ته تر هاؤس آف لارډز رسېدو له د ترقۍ په كولو مباركي وركولو سره ووئيل دا كاميابي د برطانيه د اولس او مشرتابه لخوا د هغه د وژن د احترام عكاسي كوي۔ صدر مقبوضه كشمير كښې د هند د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د اندېښنو رامخې ته كولو له د لارډ واجد د هڅو ستائنه وكړه۔ هغه په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د هندي قابض پوځ لخوا په كشمير كښې د بې ګناه وګړو په ضد د روان ترهګر تسلط نوټس واخلي او هند دې په ناوړه كاروائيو كولو نړۍ ته ځواب وركوؤنكے وګرځوي۔ لارډ واجد خان په كووډ -19 وبا كاميابۍ سره په قابو موندلو د پاكستان حكومت ته مباركي وركړه او په دې لړ كښې ئې د حكومت د سمارټ لاك ډاؤن تګلارې ستائنه وكړه۔