وزیراعظم عمران خان درست وئيلي چې د آف شور کمپنیو د معاملې پلټنې او د اولس پېسه غلا كوونكو په ضد دې کارروائي وكړې شي،صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان دا درست وئيلي چې د آف شور کمپنیو معاملې پلټنې او د اولس پېسه غلا كوونكو په ضد دې کارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل پېسه غلا كول او بهر هېوادونو كښې اېښودل يو لوئې ظلم دے، بايد بهر هېوادونو ته وړلې شوې روپۍ بيرته راوګرځولې شي دغسې چې د اولس روپۍ په اولس خرڅ كړې شي۔د زيارت په ورځ يو نجي ټي چينل سره په خپله مركه كښې ده ووئيل اوس دا ترسره كول پاتې دے چې د آف شور کمپنیو مالکانو په اکاؤنټس كښې څومره روپۍ اېښودلې شوي۔صدر د اېسټ انډیا کمپنۍ مثال وركولو سره ووئيل اېسټ انډيا کمپنۍ د برصغیر پاك و هند دولت لوټ كړے د كوم په بدل كښې چې وګړو ته هيڅ هم ترلاسه نه شول۔ده ووئيل په دې معامله دې وګړو ته د قبلولو وړ پلټنې وكړې شي، قامی احتساب بیورو او وفاقی تحقیقاتی ایجنسی په دې حقله پلټنې كولې شي یا عدلیه کمېشن جوړولے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر په دې خبره زور راوړو چې آف شور کمپنۍ جوړول او پاکستان څخه په قانوني توګه روپۍ بهر ليږل جرم نه دے۔ده ووئيل بايد ميرمني خپلواكه كړې شي دغسې چې هغوي د خپل جائيداد مالكانې شي او د كوم فشار په وجه خپل جائيداونه سړو ته ډالۍ نه كړي۔ده وئيل قانون د دې خبرې باوري كولو لپاره شته چې ميرمنو ته په وراثت كښې د هغوي حق ترلاسه شي خو د جائیداد په قوانین عمل درآمد ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ په دې لړ كښې كمپائن چلوو۔د افغانستان په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان او پاکستان تحریك انصاف عمر له د افغانستان په ضد د جنګ مخالفت کړے ۔ د پاکستان پشمول ټوله نړۍ په افغانستان كښې د جينكو تعليم له خوښي لري،دغسې سکولونو كښې د جينكو د تعلیم پريكړه به د افغانستان حکومت له كول وي۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان څخه د غیر ملکي وګړو انخلا كښې مثبت کردار ترسره كړے او مونږ غواړو چې افغانستان كښې شدت خوښو ته بيا موقع ترلاسه نه شي۔ده ووئيل د افغانستان په جنګ كښې 2 ټریلیونه ډالره خرڅ كړې شوي دغسې دا روپۍ د نړۍ په غريبانانو خرڅ كېدې شوې۔ده ووئيل طالبانو باور راكړے چې د افغانستان خاروه به د پاکستان په ضد نه كارولې كيږي ٬ دغسې د طالبانو په معامله بايد پارلمان او سماج كښې بحث وكړے شي۔ده ووئيل څوك چې د پاكستان آئین پاسداری کول غواړي او وسله غورځوي بايد هغوي سره خبرې اترې وشي۔ټاكنو كښې د الیکټرانك ووټنګ مشینونو د استعمال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل الیکټرانك ووټنګ مشینیں استعماليږي او د هغې استعمال د کیلکولیټر او پرنټر سره ډير آسان دے۔ده ووئيل ټول كانديدان په پولنګ اسټېشنو د ووټنګ مشینونو د استعمال څارنه كولې شي۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل الیکټرانك ووټنګ مشینونه دې سیاست سره ونه تړلې شي او د نړيوالو کمپنیو پوهانو څخه دې رائے واخستلې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں