خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خپل همڅنګ سره وليدل

image

اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په تهران كښې د ايران خپل همڅنګ ډاکټر حسېن امير عبداللهيان سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده او په اهم سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان ايران سره د ورورولۍ خپل اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ نړيواله ورورولي دې افغانانو ته د رامخې ته معاشي او انساني بحران نه بهر كولو لپاره كوټلې اقدامات وكړي٬ پاكستان افغانستان سره تجارتي او په پوله ايز تګ راتګ كښې د سهولتونو جاري ساتلو عزم لري

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں