د ډس انفارمېشن مخ نيوي او د رائے د اظهار د آزادۍ ترمينحه توازن جوړول سخت ضروري دي٬پاكستان د غلط اطلاعاتو د مسئلې مخ نيوي لپاره پوخ عزم لري۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن بيان

image

ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د ډس انفارمېشن مخ نيوي او د رائے د اظهار د آزادۍ ترمينحه توازن جوړول سخت ضروري دي٬پاكستان د غلط اطلاعاتو د مسئلې مخ نيوي لپاره پوخ عزم لري۔نړيواله ټولنه دې د سپيځلتيا ودې او د ډس انفارمېشن مخ نيوي لپاره مېكنزم جوړ كړي۔ده دا خبرې تېره ورځ د ډس انفارمېشن مخ نيوي او د سپيځلتيا ودې په اړه په نيويارك ګښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع جوړې شوې دستورې ته په خپل بيان كښې وكړې كوم چې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن پرېس قونصلر مريم شېخ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير لخوا لوستلو سره واورولو۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې د كووېډ وبا د دوهم لويې جنګ نه پس نړۍ ته ورپیښ تر ټولو لويې بحران دے٬د وبائي رنځ له امله د روغتيا او مالياتو چېلنجونو نه علاوه نړۍ په تندۍ سره د ډس انفارمېشن او مس انفارمېشن مسئلې سره هم مخ ده٬ده ووئيل چې په اوسني ډيجيټل دور كښې د رائے د اظهار آزادي او معلوماتو ته رسنې خلك او ټولنې بااختيار كړې دي٬دې سره سره مونږ لپاره بايد دا خبره د اندېښنې وړ وي چې آئي سي ټي د غلط اطلاعاتو او خاص ګټو لپاره د معلوماتو او ډس انفارمېشن خپرولو لاره هم هواره كړې۔ده ووئيل چې د رائے د اظهار آزادي يوازې يو حق نه دې بلكې يوه شريكه ذمه واري هم ده۔ده ووئيل چې د رائے د اظهار د آزادۍ او د غلط اطلاعاتو په مخ نيوي كښې توازن جوړول ضروري دي او په دې لړ كښې بايد نړيواله ټولنه مېكنزم وضعه كړي۔وفاقي وزير په دې موقع بېلا بېل تجويزونه هم وړاندې كړل٬پاكستان به په دې لړ كښې يو قرارداد وړاندې كوي كوم به چې مهم ثابت شي

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں