پاكستان ٬ جاپان سره د متبادل توان او آئي ټي پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم لري ٬ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان جاپان سره د متبادل توان او آئي ټي په شمول د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ دا خبره هغه پاكستان كښې د جاپان سفير كونينوري ماتسودا سره خبرو كښې وكړه كوم چې د ګل په ورځ خارجه وزات كښې هغه سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې د اقتصادي ترجيحات په ايجنډا عمل كوي او په پاكستان كښې د جاپان كمپنيو لپاره د سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته۔ هغه ووئيل پاكستان جاپان سره د متبادل توان او آئي ټي په شمول د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ جاپاني سفير خارجه وزير خبر كړو چې ټېوټا كمپني پاكستان كښې د هائبرډ كار جوړولو په څانګه كښې د زياتې سرمايه كارۍ كولو اراده لري۔ دې نه ځانله جاپان پاكستان څخه د تربيه شوي افرادي قوت غوښتلوله عملي ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې د يو زر انجینیرز انټرویوز بشپړې شوي۔ د جاپان سفير ووئيل جائیکا كمپني به په ملتان كښې د اوبو نكاسۍ نظام ښه كولو له ګامونه پورته كوي۔ خارجه وزير د پاكستان او جاپان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په لړ كښې د جاپاني سفير د خذمات ستائنه او جاپاني سفير لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں