اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نامتو اداكار عمر شريف په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې عمر شريف په ټوله نړۍ كښې د هېواد نوم روښانه كړے، د هغه د وفات په وجه پېدا شوې خلا به كله پوره نه شي. د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي. د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي، د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم او د مخالفې ډلې مشر سيد يوسف رضا ګېلاني هم د عمر شريف په مړينه خواشيني وښودله. دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.