اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد وئيلي دي چې د حكومت او كالعدم تحريك لبېك پاكستان ترمېنځه مذاكرات تر كافي حد ترسره شوي، د اسلام آباد انتظاميې ته د سړكونو نه د كانټينرو لرې كولو هدايت كوم، احتجاج د سياسي ګوندونو حق دے، پي ډي اېم هر كال په نومبر او دسمبر كښې مشقونه كوي او تر جنورې سكون ترلاسه كړي، حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي. د اتوار په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې وزيراعظم د مظاهرې د صورتحال نه خبروم، د اسلام آباد انتظاميې ته هدايت كوم چې د سړكونو نه دې كانټينرې لرې كړي. ده ووئيل چې د نهې او شورو تر ورځ به د كالعدم ټي اېل پي كېسونه بېرته اخستلو سره فورتھ شېډول ګورو. ده ووئيل چې د كالعدم تنظيم مشرانو سره تفصيلي خبرې شوې دي. د فرانس د سفير معامله به قومي اسمبلې ته وړو. ده ووئيل چې سوله ايز احتجاج د ټولو سياسي ګوندونو حق دے، زه سياسي وركر يم، ټولو سياسي ګوندونو سره مذاكراتو ته تيار يم. ده ووئيل چې د ګل په ورځ به د كالعدم تنظيم كسانو سره خبرې كولې شي. ده ووئيل چې د پاكستان او هند د كركټ مېچ كتلو لپاره ټول قوم په جوش كښې دے، زمونږ دعا ده چې پاكستان بريا ترلاسه كړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ نړيوالې ګرانې سره مخ يو او د دې آغېز په عام وګړي كېږي.