اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې صنعتي انقلاب راغلے٬مونږ تعميراتي صنعت بحال كړے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن نه پاكې پروژې پېل شوي٬څوك دې ته ګوته نشي نيولې٬د للا نه تر جهلم د دوه مخې لويې لارې پروژې سره به د اولس قسمت بدل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د جهلم للا د دوه مخې لويې لارې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان٬د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود٬د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ټاكلې شوو استازو او د جهلم اولس په لويه شمېره ګډون وكړو۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل جهلم د شهيدانو او غازيانو سيمه ده٬زمونږ د اديرو نه د شهيدانو د وينې خوشبو راځي۔ده ووئيل كه چا د دې سيمې د عزت خيال ساتلے نو هغه وزيراعظم عمران خان دے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان زما نه ښه د جهلم نه خبر دے ٬وزيراعظم دلته د ډېرو پروژو پرانستې كړي۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په هېواد كښې صنعتي انقلاب راوستے ۔كروندګرو ته د فصل پوره قيمت ترلاسه كېږي٬حكومت داسې اقدامات كړي چې د دې څخه وړاندې كله هم نه وو شوې۔ ده ووئېل وزيراعظم د هېواد د 70 كاله خرابۍ لرې كولو هڅې كړي۔پاكستان تحريك انصاف هغه يواځنے ګوند دے كوم چې د پاكستان خبره كوي۔ده ووئيل د دې پروژې په پېل كولو د وزيراعظم عمران خان مننه كوو