پاكستان بحرېن سره تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د بحرېن سفير سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاكستان بحرېن سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ، پاکستان او بحرېن يو بل سره په پارليماني كچه په زړه پورې اړيكې لري، پاكستان بحرېن سره تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د بحرېن سفير محمد ابراهيم محمد عبد القادر سره خبرو كښې وكړه كوم چې سپيكر سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د سيمې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ ملاقات كښې سپيكر ووئيل پاكستان بحرېن سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ، پاکستان او بحرېن يو بل سره په پارليماني كچه په زړه پورې اړيكې لري، پاكستان بحرېن سره تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم د موقعو په مقابله كښې كم دې٬ دواړو له به دا حجم زياتول وي۔ هغه ووئيل د بحرېن د نمائندګانو كونسل سپيكر راروانه مياشت كښې د پاكستان دوره به د پارليماني رابطو ودې ته وده وركولو كښې يو سنګ ميل ثابت شي۔ اسد قېصر ووئيل پاكستان بهترين هنرمند او افرادي قوت لري كوم څخه چې بحرېن استفاده كولې شي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې د بحرېن سفير ووئيل بحرين پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ٬ په اقتصادي او اولسي كچه رابطو ته وده وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې پراخه كول غواړي۔ هغه ووئيل په منطقه كښې تلپاتې امن په ځائې كولو له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔ هغه ووئيل په بحرېن كښې مېشته پاكستاني وګړي د بحرېن په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ محمد ابراهیم محمد عبدالقادر ووئيل بحرېن پاكستان څخه د لا هنرمند او افرادي قوت په درآمد كولو كښې خوښي لري۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں