پاكستان يو سوله ايز او مستحكم افغانستان غواړي، د منطقې سلامتيا او خوشحالې لپاره په افغانستان كښې پائيدار امن ډېر ضروري دے. د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پيس بلډنګ پرانستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې پاكستان يو سوله ايز او مستحكم افغانستان غواړي، د منطقې سلامتيا او خوشحالې لپاره په افغانستان كښې پائيدار امن ډېر ضروري دے، په افغانستان كښې امن سره به په منطقه كښې روابط وده وكړي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په مالم جبه سوات كښې د ينګ پارليمنټرين په درنښت كښتې د پيس بلډنګ دستورې تپه خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې د منطقې امن لپاره به د سولې هڅې روانې ساتلې شي. ده ووئيل چې زمونږ هېواد د جنګ نه تېر شوے، قوم معاشي ستونزو سره مخ شوے، زمونږ قوم په جنګ كښې د 70 زره خلقو قربانې وركړې دي. ده ووئيل چې پاكستان په دې منطقه كښې امن غواړي.ده ووئيل چې په سوات كښې امن لپاره اولس د ترهګرې په ضد جنګ كښې ډېرې قربانې وركړې دي كومې به چې كله هم هېرې نه كړې شي. ده ووئيل چې د پخوانې فاټا د انضمام په وخت د پخوانې فاټا اولس سره شوي لوظونه به پوره كولې شي.

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں