د پاكستان هېلت كارډ اسكيم بې وزلو لپاره د ارزانو درملنو په ترلاسه كولو كښې د كومې معجزې نه كم نه دې۔ د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد ټويټ

image

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د پاكستان هېلت كارډ اسكيم بې وزلو لپاره د ارزانو درملنو په ترلاسه كولو كښې د كومې معجزې نه كم نه دې۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د پاكستان هېلته کارډ اسکیم بې وزله اولس ته د ارزانو درملنو آساني وركوي۔ هغه په ټويټر دي ټېلي ګراف كښې شائع شوي د يو غريب سكېورټي ګارډ اشتياق احمد په اړه د خبر يوه برخه هم لنك سره شيئر كړه كومه كښې چې وئيلي شوي دي چې د پېښور كم آمدن لرونكې اشتياق احمد د زړه ناروغتيا سره مخ ؤ۔ د ګرانو درملنو او ګران آپرېشن دلاسه ډېر پرېشانه وو۔ دا ناروغتيا د هغه د ډېر وخت نه وه ٬سرجري لپاره هغه 2 زره پاؤنډ ته اړتيا لرله د كومو ترلاسه كېدل چې هغه لپاره ناممكنه وو۔ د مرستې لپاره د خدائے پاك نه سوا د هغه بل څوك نه وو۔ په داسې صورتحال كښې پاكستان تحريك انصاف حكومت هېلت انشورنس سكيم معارفي كړو كوم چې اشتياق لپاره د كومې معجزې نه كم نه وو۔ هغه سرجري وكړه او اوس يو ښكلې ژوند تېروي۔ د خبر په دې برخه كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د حكومت مالي مرستې سره چلېدونكې دا هېلت انشورنس سكيم به په ګرد هېواد كښې معرفي كولې شي۔ صحت انصاف کارډ د وزیراعظم عمران خان حکومت د يو فلېګ شپ پالېسۍ په توګه پېل كړې كوم به چې ډېر زره د نړۍ د پنځم تر ټولې زياتې ودانۍ لرونكي هېواد احاطه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں