اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد تكنيكي او صنعتي پرمختګ نيغ په نيغه د تعليم معيار سره تړون لري۔د لوړو زده كړو ادارو ته هېواد د پرمختګ په لاره روانولو لپاره تحقيق او پرمختګ ته د پام لرنې كولو ضرورت دے۔ده دا خبرې په ايوان صدر كښې د سرسيد سنټر فار اېډوانسډ سټډيز ان انجينئرنګ انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي اسلام آباد په اړه د بريفنګ اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔صدر ته د سرسيد سنټر وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر شفاعت احمد د انجينئرنګ او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د جديد تعليم ودې لپاره د خپلې ادارې د كردار په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع صدر ووئيل د هېواد تكنيكي او صنعتي پرمختګ نيغ په نيغه د تعليم معيار سره تعلق لري۔د لوړو زده كړو ادارو ته هېواد د پرمختګ په لاره روانولو لپاره تحقيق او پرمختګ ته د پام لرنې كولو ضرورت دے۔ده ووئيل بايد پوهنتونونه په خپلو زده كوونكو كښې تجزياتي او د منطقي سوچ مهارتونه زياتولو ته پام وكړي۔د سرسيد احمد خان تعليمات د ځوانانو لارښونه كولې شي۔دغسې صدر د ادارې د كردار ستائنه هم وكړه